ژبه

اروزګان کې د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي

توسط اجمل وصال

جولای 8, 2022 - 2:27 pm

Views: 152

[restrict paid="true"]

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروزګان مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.

د اروزګان ولایت د رسنيو مسوول قاري سعید د چنګاښ په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د ګيزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې د سېلابونو له امله د دوو کورنیو ۸ غړي چې دوه ښځې او درې ماشومان دي، مړه شوي دي.

نوموړي د مالي زيانونو په اړه د ډېرو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د خلکو کورونه او کروندې هم تخريب شوي او د دقیقې پلټنې او زيانمن شوو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره سيمې ته د ولایت له مرکز څخه پلاوی استول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د باران او توفان له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

[/restrict]