Language

د افغانستان د حج وزارت پلاوي مکه کې د جنوبي اسیا موسسې مسوولینو سره ولیدل

اټلانټا (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو سرپرست وزیر په سعودي کې د جنوبي اسیا له موسسې څخه وغوښتل چې له افغان حاجیانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یاد وزارت ویاند فضل‌محمد حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رییس دوکتور نور‌محمد ثاقب او ورسره مل پلاوي، په مکې مکرمې کې د جنوبي اسیا موسسې له مسوولینو سره وکتل.

هغه زیاته کړه، د یادې موسسې مسوولینو وویل چې سږ کال د حج مراسم په بریاليتوب سره پای ته ورسېدل او په منا او عرفات کې یې مکتبونه سره نږدې وو.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې افغان حاجیان به د دوی له خدمتونو څخه راضي وي.

ورپسې دوکتور نور‌محمد ثاقب د یادې موسسې له مسوولینو څخه د دوی د خدمتونو له امله مننه او ترې غوښتنه وکړه چې د راتلونکي حج مراسمو کې هم ورسره همکار پاتې شي.

د یادونې ده، د جنوبي اسیا موسسه د سعودي عربستان شاهي دولت تر چتر لاندې د حج په موسم کې حاجیانو ته اړین خدمات وړاندې کوي.

Related Topics