ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغي خپره شوې ده

د پکتیکا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغي خپره شوې ده

author avatar
19 Jul 2022 - 14:07
د پکتیکا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغي خپره شوې ده
author avatar
19 Jul 2022 - 14:07

ښرنه (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ناپاکو اوبو او خوړو له امله د کولرا ناروغي خپره شوې او سلګونه کسان پري اخته شوي دي.

د دغه ولایت د ۱۵۰ بستریز ملکي روغتون رییس ډاکټر محمد یحیی ویاړ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې له زلزلې وروسته اوبه خرابې شوې چې له امله یې د دغو ولسوالیو ډېر اوسېدونکي د کولرا پر ناروغي اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه، د یادې ناروغۍ د مخنیوي او پر دې ناروغي د اخته کسانو د درملنې په موخه په ګیان او برمل ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه فعال شوي چې هره ورځ لسګونه کسان مراجعه ورته کوي.

دی وايي، د ډېرو ناروغانو درملنه په هماغو ولسوالیو کې کېږي خو په سخته کولرا اخته ناروغان د اورګون ولسوالۍ روغتیايي مرکز او یا ولایتي روغتون ته ور وړل کېږي.

د ده په وينا، تر اوسه يوازې د پکتيکا له زلزله‌ځپلو ولسواليو پر سخته کولرا د اخته ناروغانو مثبتې پېښې لري او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې د دې ناروغي مثبتې پېښې نه دي لیدل شوې.

نوموړي په یادو ولسوالیو کې پر کولرا د اخته ناروغانو کره شمېر وړاندې نه کړ خو ویې ویل، تر دې مهاله سلګونه کسان په دغې ناروغي اخته شوي چې ډېره برخه یې ماشومان او ښځې دي.

ویاړ زیاته کړه: «ولایتي روغتون ته د ورځې یو یا دوه په شدیده کولرا اخته هغه ناروغان راوړل کېږي چې په ولسوالیو کې درملنه ممکنه نه وي، موږ ګیان او برمل ولسوالیو ته درمل او روغتیايي ټیمونه لېږلي چې نه یوازې د ناروغانو درملنه کوي بلکې هغوی ته له دغې ناروغۍ د ځان ساتلو پوهاوی هم ورکوي.»

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې له څښاک او خوراک مخکې ځانونه ډاډه کړي چې اوبه او خواړه یې پاک دي، وروسته دې ګټه ورڅخه پورته کړي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې خلک دې د څښاک او خوړو ترڅنګ د ځانونو حفظ الصحې/ روغتیا ساتنې ته هم ډېر پام وکړي که نه نو د دې ناروغۍ د لا خپرېدو وېره شته.

دی وايي، کولرا یوه ساري ناروغي ده چې له ناپاکو اوبو او خوړو پيدا کېږي او په چټکۍ له یوه انسان څخه بل ته لېږدي.

نوموړي وویل: «دا مرض د مچانو په ذریعه هم ډېر انتقالېږي، د اوبو داسې منبع چې له هغه ځايه انسانان او حيوانان دواړه استفاده کوي، ژر انتقالېږي، دا يوه خطرناکه ناروغي ده چې انسان ورڅخه مړ کېدای شي، هېوادوال بايد له خوړو مخکې او وروسته لاسونه پاک پرېمينځي او همدارنګه له پاکو اوبو او خوړو دې استفاده وکړي.»

د ولایتي روغتون رییس په دغه ولایت کې د کولرا ترڅنګ د مور او ماشوم د خوارځواکۍ د ډېرېدو خبره هم کوي او وايي، د غربت او د اولادونو زېږولو ترمنځ د واټن نه مراعاتولو له امله دا ناروغي مخ په ډېرېدو ده.

دی وايي، په تېره یوه میاشت کې یې په دغه روغتون کې په خوارځواکۍ د اخته ۵۶ ناروغانو درملنه کړې ده چې ۱۸ تنه یې اوس هم دلته بستر دي.

په ورته مهال د ګيان ولسوالۍ یوه اوسېدونکی زاریم خان وایي چې د سیمې اوسېدونکي د څښاک اوبو د نشتوالي له امله اړ شوي د چینو له اوبو کار واخلي چې دغې چارې خلک د کولرا په ناروغي اخته شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، که حکومت په زلزله ځپلو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو غم ونه خوري نو نه یوازې یاده شوې ناروغي بلکې نورې ډېرې ناروغۍ به هم خپرې شي.

ده وویل: «دا خبره بالکل سمه ده چې زموږ په سیمه کې د نس‌ناستې یا اسهال ناروغي خپره شوې ده چې لامل یې ناپاکې اوبه دي، که تاسې زموږ د څښاک اوبه ووینئ، حيران به شئ، ټولې له خاورو او شګو ډکې دي نو کولرا به ولې نه پيدا کېږي، زه وایم نور مرضونه را نه شي.»

د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی موسی – چې روغتون ته له خپل ناروغ سره راغلی – وایي، له زلزلو وروسته یې د سيمې د چینو پاکې اوبو په خړو اوبو بدلې شوې چې د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د همدغو اوبو څښاک ته اړ دي.

دی زیاتوي، له دې ور ها خوا د زلزلې له امله تر خاورو لاندې د مړه شوو حیواناتو بدبويي هم لویه ستونزه ده چې له امله یې په دې ولسوالي کې د پوستکي او کولرا ناروغي خپره شوې ده.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت دې په اوس وخت کې د خوراکي توکو او پوښاک مرستو ترڅنګ ډېره پاملرنه د پاکو اوبو د سیسټمونو جوړولو او د چټلیو لرې کولو ته وکړي.

په پکتيکا کې د کولر او خوارځواکۍ ناروغۍ په داسې مهال مخ په ډېرېدو دي چې د دغه ولايت ډېر هغه خلک چې په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي، د پاکو اوبو او مناسبو خوړو له کمښت سره مخ دي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.