ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ تر اوسه سلګونه غواګانې مړې کړې دي

خوست کې يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ تر اوسه سلګونه غواګانې مړې کړې دي

author avatar
19 Jul 2022 - 15:46
خوست کې يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ تر اوسه سلګونه غواګانې مړې کړې دي
author avatar
19 Jul 2022 - 15:46

خوست ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): ځايي اوسېدونکي او حکومتي مسوولين وايي، په خوست کې د يوې ناڅرګندې ساري ناروغۍ له امله سلګونه څاروي تلف شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې ده.

د مسوولينو په وينا، دا ساري ناروغي چې تر دې دمه يې علت څرګند نه دی، د تېرو شاوخوا دوو اونيو په ترڅ کې په ښار او ولسواليو کې سلګونه څاروي – چې زياتره يې غواګانې دي – مړه کړي دي.

د تڼيو ولسوالۍ د ترخېلو کلي يو اوسېدونکی مسته‌نور وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يوازې د دوی په کلي کې شاوخوا شپاړس غواګانې د دغې ناروغۍ له امله مړې شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ده يوه د شيدو غوا هم د يادې ناروغۍ له امله تلف شوې ده.

ده زياته کړه: «دا يو ډول مرض دی چې غواګانو باندې ولګېږي، داسې دانې دانې پرې راوخيژي، وروسته پښې هم نه شي نيولی، داسې رپېږي او بلاخره غوا خپله انرژي له لاسه ورکړي او مړه شي. که مسوولين يوه هڅه وکړي چې دا ناروغي تشخيص کړي او غواګانو ته واکسين ورکړل شي.»

بلخوا د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې دا ناروغي د خوست نږدې ټولو سيمو ته خپره شوې او نوره هم د خپرېدو په حال کې ده.

د یاد رياست مرستيال مولوي عادل پژواک ته وويل چې د يادې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې د ويترنرانو په وسيله د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی او د دې ترڅنګ يې له مرکز کابله د واکسين غوښتنه هم کړې ده.

نوموړی زياتوي چې د څارويو دا ناروغي تر اوسه تشخيص شوې نه ده، خو د دوی ټيمونه لګيا دي څو تشخيص يې کړي او د خپرېدو مخه يې ونيسي.

په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل‌کريم مندوزی بيا دا يوه ويروسي ناروغي يادوي چې په ډېرې اسانۍ سره له يوه څاروي څخه بل ته انتقاليږي.

هغه پژواک ته وويل، تر دې مه د يادې ناروغۍ نښې په انسانانو کې ليدل شوې نه دي، خو زياتوي چې څاروي سره د مستقيم تماس او يا د ناروغ څاروي د غوښې خوړولو په صورت کې کېدای شي انسانانو ته هم ولېږدېږي.

نوموړي زياته کړه: «څاروي باندې بايد بې له دسکشې لاس ونه وهل شي او که چېرې ناروغ مال حلال شو نو موږ يې خلکو ته د غوښې خوړلو اجازه نه ورکوو.»

بل پلو، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني پژواک سره خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې له ښاروالۍ سره د هغو څارويو په خښولو کې همکاري وکړي چې د يادې ساري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

هغه وايي، که ياد څاروي په خاورو کې خښ نه شي، کېدی شي نور څاروي هم پرې اخته شي چې بيا به يې کابو کول ډېر سخت وي.

هغه زياتوي: «اوس موږ وينو ځيني څاروي په خوړونو کې پراته دي، ځيني په صحراګانو کې دي، ځيني په نورو ځايونو کې دي، د دې مرض نورو ته انتقالېږي. ښاروالي په دې مورد جدي اقدام کړی دی، پرون، وړمه ورځ او نن هم کار روان دى او څاروي خښوي، خو خلک هم بايد لاس په کار شي.»

د دې ترڅنګ د خوست ښاروالۍ هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو غوښتي، هغه څاروي چې پر يادې ناروغۍ اخته وي، د حيوانانو مسلکي ډاکټرانو سره دې په تماس کې شي او تلف شوي څاروي دې تر خاورو لاندې کړي.

همدا ډول په اعلاميه کې د خوست ښار قصابانو ته د خبرداري په ډول اشاره شوې، که هر چا ناروغ څاروی حلال کړ او غوښه يې پر خلکو وپلورله، نو د نغدي جريمې ترڅنګ به يې دوکان هم وتړل شي.

Views: 1047

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.