کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د استخباراتو لوی ریاست وایي، دوه کسان یې نیولي چې یوه یې غوښتل په کابل کې د اهل تشیع هېوادوالو پر یوه جومات برید وکړي.
د استخباراتو ریاست پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی لایق «چې د خوارجو فرهنګي ملګری و او د همایون په نامه یې په فیسبوک او ټلګرام کې د اسلامي نظام پر وړاندې فعالیت کاوه» د دغه ریاست د ځانګړو کشفي عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
سرچینې لیکلي چې له نوموړي سره د فېسبوک، ټویټر او ټلګرام ګڼ مستعار اکاونټونه هم شته دي.
د یاد ریاست له خوا په خپره شوې وېډیو کې د لایق په نوم نیول شوی کس وايي چې د داعش ډلې غړیتوب لري او په مستعار نوم یې په ټولنیزو پاڼو کې فعالیت کاوه.
دغهراز یاد ریاست لیکلي: «د خوارجو یو فرهنګي فعال او نظامي غړی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ابوخالد په مستعار نامه فعالیت لاره او غوښتل یې چې له واسکټ بم نه په استفادې، د اهل تشیع هېوادوالو پر یوه مسجد په کابل ښار کې برید ترسره کړي، د استخباراتو ریاست د ویښو کشفي ځواکونو له لوري ونیول شو.»
سرچینه زیاتوي چې له دغه کس سره یو شمېر مستعار اکاونټونه هم شته چې «د خوارجو ډلې ته یې د جلب او جذب په موخه ترې کار اخیست.»
د استخباراتو ریاست وایي، دغه کس په خپله هم د ټلګرام له لارې یادې ډلې ته ور جذب شوی و.
دغه نیول شوی کس د یاد ریاست له خوا په خپره شوې وېډیو کې وایي چې اصلي نوم یې ضیاءالله دی او د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه وایي، یوه ملګري یې یادې ډلې (داعش) ته جذب کړی او ورته ویل شوي و چې پر اهل تشیع برید وکړي، خو مخکې له دې چې دا کار تر سره کړي، ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د اهل تشیع او اهل تسنن پر جوماتونو بریدونه شوي او ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
Views: 294
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن