Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پر ضد وکارول شي

اتلانتا (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د دوحې تړون ټولې ژمنې عملي کړې او زیاتوي چې نور هېوادونه دې دوی ته د زوند کولو بڼه نه ورښيي.

مجاهد دغه څرګندونې د امریکا د سپینې ماڼۍ د ویاند نډ پرایس د څرګندونو په غبرګون کې په یو لړ ټویټونو کې کړې دي.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1550432326936854529?s=20&t=SYXrR-msdvLF4KKp2M2ZTg

پرایس پرون پنجشنبې خبریالانو ته ویلي وو، څو چې د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا او افغانانو غوښتونو ته پام ونه کړي، متحده ایالتونه به اړیکې ورسره ونه ساتي.

د هغه په وینا، له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټولشمول حکومت جوړول له طالبانو سیاسي غوښتنې دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت ویاند مجاهد وایي، اسلامي امارت هغه ټولې ژمنې پر ځای کړی چې له امریکا سره یې د دوحې په تړون کې کړې وې. اسلامي امارت چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدینو پر خلاف وکاروي.

هغه زیاته کړې، همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته هم ژمن دی.

د مجاهد په وینا، په افغانستان کې د ښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي. نور په افغانستان کې د نظام او د ژوند نورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسایل دي.

ده ویلي : «څرنګه چې اسلامي امارت نه غواړي د نورو هېوادونو په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي، همدا ډول له نورو هېوادونو هم غواړي چې زموږ په کورنیو مسایلو کې مداخله ونه لري او موږ ته د ژوند کولو بڼه راونه ښيي.»

د سرپرست حکومت ویاند دغه راز په یوه بل ټویټ کې له افغانستانه د وتلې اسټرالیایۍ خبریالې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د خبریالانو په نوم استخباراتي مامورین په خپل هېواد کې پرې نه ږدي.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1550473222994497540?s=20&t=SYXrR-msdvLF4KKp2M2ZTg . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.