Language

د غزني ده‌یک ولسوالۍ کې د ۱،۳ کیلومتره په اوږدوالي ځمکې چاک پیدا کړی

غزني ښار (پژواک، ٨ زمرى ١۴٠١): په غزني کې له پېښو سره د چمتووالي اداره وايي، د سختو اورښتونو له امله په ده‌يک ولسوالۍ کې د شاوخوا ١،٣ کيلومټره په اوږدوالي ځمکې چاک پیدا کړی دی.

په غزني کې له پېښو سره د چمتووالي ادارې رييس مولوي محمدعمر حقاني د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ده‌يک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سخت اورښتونه شوي دي.

هغه وايي، د همدغو اورښتونو له امله د ده‌يک ولسوالۍ اړوند د ده‌يک او بالاى کليو ترمنځ ١،٣ کيلومټره ځمکه چاک شوې ده.

هغه زياتوي: «د ١٣ سوه مترو په اندزه ځمکه چاک شوې، خو د ژوروالي په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.»

login or register a new account.