منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني ده‌یک ولسوالۍ کې د ۱،۳ کیلومتره په اوږدوالي ځمکې چاک پیدا کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٨ زمرى ١۴٠١): په غزني کې له پېښو سره د چمتووالي اداره وايي، د سختو اورښتونو له امله په ده‌يک ولسوالۍ کې د شاوخوا ١،٣ کيلومټره په اوږدوالي ځمکې چاک پیدا کړی دی.

په غزني کې له پېښو سره د چمتووالي ادارې رييس مولوي محمدعمر حقاني د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ده‌يک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سخت اورښتونه شوي دي.

هغه وايي، د همدغو اورښتونو له امله د ده‌يک ولسوالۍ اړوند د ده‌يک او بالاى کليو ترمنځ ١،٣ کيلومټره ځمکه چاک شوې ده.

هغه زياتوي: «د ١٣ سوه مترو په اندزه ځمکه چاک شوې، خو د ژوروالي په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.»

مولوي حقاني وايي چې په ياده پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو د پېښې ځاى ته نږدې ځینو کسانو خپل کورونه پرېښې او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

په ورته وخت کې، د سيمې يوه اوسېدونکي محمد يعقوب پژواک ته وويل چې يادې پېښې خلک سخت ویرولي دي.

ده زياته کړه: «له نيم کيلومټره يې اندازه ډېره ده، ژوروالى يې تر اوسه نه دى اندازه شوى، موږ چې کله تېږه ور واچوو نو تېږه بېخي ورکه شي، هېڅ يې درک نه معلومېږي نو خلک يې سخت ډار کړي دي.»

خو بل لور ته د غزني د کرنې رياست د کرنې برخې مدير انجنير عبدالرزاق کاکړ پژواک ته وويل چې د يادې سيمې خلکو له ځمکې لاندې اوبو څخه ډېره استفاده کړې، نو ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي، که خلک همدغه شان په دوامداره توګه د ځمکې لاندې اوبه د خپلو ځمکو د خړبولو لپاره مصرف کړي، نو ورته نورې پېښې به هم رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني په بېلابېلو سيمو کې خلکو زرګونه ژورې څاه‌ګانې کېندلې چې د لمريزي برېښنا په کارولو سره اوبه ترې راوباسي او ځمکې پرې خړوبوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې