قلعهنو (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): که څه هم د قیلون په ګډون د دخانیاتو کارول د انسان روغتیا ته زیان رسوي خو په دې وروستیو کې په بادغیس کې ډېرو ځوانانو دغه کار ته مخه کړې ده.
په دې ورځو کې د ځوانانو له خوا د نشهيي توکو استعمال، په ځانګړي ډول قیلون کارول زیات شوي او د بادغیس د ځینو اوسېدونکو د اندېښنې لامل شوي دي.
اوس یو شمېر خلکو له پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې په دغه ولايت کې د ځوانانو له خوا د قیلون د ډېر استعمال په اړه وويل، په دې وروستيو کې ډېرى ځوانان قیلون څکولو ته مخه کړې ده.
د قلعهنو یوه اوسېدونکي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځوانانو له خوا د دخانیاتو استعمال اندېښمن کړی او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د دخانیاتو استعمال ډېر شوی دی.
د محمد په وینا چې ډېری ځوانان د بېکارۍ، رواني ستونزو او د کار د نشتون له امله نشهيي توکي کاروي.
هغه زیاتوي، حکومت باید د نشهیي توکو د استعمال د مخنیوي په موخه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د دخانیاتو د استعمال کچه په ځوانانو کې زیاته شوې او اصلي لامل یې بېکاري ده؛ حکومت یې باید د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي څو دغه ستونزه حل شي.»
د بادغیس یوه بل اوسېدونکي صفي الله هم وویل: «په دې ورځو کې د دخانیاتو کارول بېخي ډېر شوي او دغه کار د ستونزو پیدا کېدو لامله کېږي، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او مخنیوی یې وکړي څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.»
د قلعهنو دغه اوسېدونکی وایي، د خلکو له خوا د دخانیاتو کارول د اقتصاد د خرابېدول او په ټولنه کې د ګڼو نورو ستونزو رامنځته کېدو لامل کېږي.
هغه له حکومته تمه لري څو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او یادې ستونزې د هواري لارې چارې وګوري.
له بلې خوا په دغه ولایت کې ډاکټران هم پر دې باور دي چې د نشه یي توکو کارول خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
د دغه ولایت د یوه روغتون ډاکټر محمد جاوېد اخیزی وايي چې د ځوانانو له خوا د دخانیاتو او دود لرونکو توکو کارول د اندېښنې وړ دي او بېلابېلو ستونزې لکه د زړه او هضمې تکلیفونه او جلدي ناروغۍ رامنځته کوي.
هغه د نشه یي توکو کارول د اندېښې وړ بولي او زیاتوي چې ټول ځوانان باید ترې ډډه وکړي.
اخيزی وړانديز کوي، اړتیا ده چې د دې ناوړه پدیدې د زیانونو په اړه د مسوولو بنسټونو له خوا په ټولنه کې عامه پوهاوی وشي.
نوموړي وویل: «دخانیات او دودزا مواد د انسان د وجود بېلابېل سیسټمونه له نه جبرانېدونکو ناروغیو او زیانونو سره مخ کوي او کولای شي انسان له تنفسي، هضمي او د زړه له ناروغیو سره مخ کړي. له بلې خوا د معتادېدو سبب کېږي او کولای شي اقتصاد یې وننګوي نو د امکان تر حده د نشه یي توکو د کارولو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ترسره شي او له کارولو یې مخنیوی وشي.»
په همدې حال کې د بادغیس فرهنګي مسوولین د دې ستونزې د مخنیوي په موخه د یو لړ اقداماتو یادونه کوي.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي بازمحمد سروري وایي، د خلکو له خوا د ټولو نشه یي او مضرو توکو کارول یې بند کړي دي.
هغه زیاتوي، که څه هم په دغه ولایت کې د نشهیي توکو کارول کم شوي خو هغوی هڅه کوي څو د خلکو له خوا د دخانیاتو کارول هم بند کړي.
سروري وایي: «اسلامي امارت هم په دې برخه کې اقدام کړی او د نشه يي او مضرو موادو استعمال یې منع کړی دی. اوس مهال یې کارول کم شوي او زموږ ځواکونه هڅه کوي چې په بشپړه توګه یې مخنیوی وکړي.»
د ارقامو له مخې، اوسمهال د بادغیس په مرکز قلعهنو کې شاوخوا ۱۰ قیلونخانې فعالیت لري او ډېری ځوانان د قیلون څکولو لپاره هلته ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP