[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت ومنله چې امریکایي ځواکونو پر کابل ښار د بېپیلوټه الوتکې په وسیله هوایي برید کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحلله مجاهد د زمري په ۱۰مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دویمه نېټه د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه مسکوني کور هوایي برید ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، په لومړیو کې د پېښې څرنګوالی څرګند نه شو، خو د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو په لومړنیو پلټنو کې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی دی.
https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1554187982407696387?s=20&t=1VQ8iuqnB1deqj1hoMHK0Q
مجاهد ویلی، دا برید که په هره پلمه شوی وي، د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او له نړۍوالو اصولو او د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه یې بولي.
د نوموړي په وینا، دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا متحده ایالتونو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.
ده زیاته کړې، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد دا نه دي ویلي چې په برید کې څوک او یا د چا کور هدف ګرځول شوی او مرګژوبله یې لرله او که نه.
پرون د کورنيو چارو وزارت ویلي و چې د کابل ښار اړوند په شېرپور سيمه کې پر يوه کور توغندی لګېدلی، خو مرګژوبله نه لري.
https://twitter.com/pajhwok/status/1553597398856990720?s=20&t=1VQ8iuqnB1deqj1hoMHK0Q
د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پژواک خبري اژانس ته ویلي و، توغندی په یاده سیمه کې پر داسې کور لګېدلی چې څوک پکې نه وو.
د یاد توغندي د چاودنې غږ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې اورېدل شوی و.
د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د شېرپور سیمې یوه اوسېدونکي – چې نه غوښتل نوم یې څرګند شي - پژواک ته وویل: «د چاودنې غږ مو واورېد، داسې ښکارېده چې نږدې چاودنه وه، خو نه پوهېږم چې چېرته وه.»
سیدمحمد چې د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند د دهمزنګ غره لمن کې یې کور دی، هم وایي چې سهار یې د چاودنې غږ واورېد.
هغه زیاتوي: «غږ مو چې واورېد، له اتاقه راووتو، موږ ته د دهمزنګ بازار او تر دارالامانه دا سیمه ښکاري، خو په دې سیمه کې مو د چاودنې څه نښې، دوړه او څه شی ونه لیدل، نه پوهېږم چې چاودنه به چېرته شوې وي او که راکټ وي، نه پوهېږو چې چېرته به لګېدلی وي.»
د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP