پل علم (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): د لوګر چارواکي وايي، انسان تښتوونکو تېره ورځ د دغه ولایت له خروار ولسوالۍ څخه دوه ماشومان تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په مرکز پل علم کې وژغورل شول.
د یاد ولایت د ۲۰۳ منصوري قولاردو د ۴مې پلې لېوا قوماندان مولوي روحالله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل، انسان تښتوونکو دوه ماشومان د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ له پنجپای سیمې تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا تېره شپه شاوخوا لس بجې د مرکز پلعلم ښار اړوند په التمور سیمه کې ژغورل شوي دي.
هغه زیاته کړه، ژغورل شوي ماشومان میرویس او احسانالله نومېږي چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۲ کلونو دي.
دی وايي، انسان تښتوونکي تښتېدلي خو هڅې روانې دي چې ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ژغورل شوو ماشومانو د کورنۍ یوه غړي سیفالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ماشومان تېره ورځ ماسپښين له خپل کلي نادرکه شوي وو.
دی وايي، د ماشومانو روغتیايي حالت ښه نه دی او له ژغورنې وروسته روغتون ته وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه: «دغه ماشومان پرون له غرمې وروسته نادرکه شول؛ ټوله ولسوالي، کلي او لارې مو ورپسې وکتلې، اخر تېره شپه امنیتي ځواکونو په پل علم کې له تښتونکو وژغورل.»
نوموړی غوښتنه کوي چې تښتوونکي دې ونیول شي او سخته سزا دې ورکړل شي.
د لوګر ولایت امنیتي ارګانونه وایي، د ورته او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره کار کوي او په تېرو درېیو میاشتو کې یې لسګونه کسان نیولي چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل وو.
Views: 196
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن