Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې له زرو سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱) د ترکيې د بشردوستانه مرستو بنسټ په غزني کې له ۱۰۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د یاد بنسټ (IHH) له لوري د زمري په ۱۴مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد خیریه بنسټ له سرې میاشتې سره په همغږۍ سروې وکړه او کومې کورنۍ چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نن یې پرې مرسته ووېشله.

سرچينه کاږي، د دغو زرو کورنيو له جملې څخه ۵۰۰ د غزني په دهیک ولسوالۍ کې او ۵۰۰ په زنه خان ولسوالۍ کې دي چې مرسته ورسره وشوه.

سرچينه زياتوي، په دغو مرسته شویو خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، دوه قوتيه پنځه کیلویي غوړي، لس نیمې کیلو وریجې، لس نیمې کیلو لوبیا، ۱۴ کیلو مکروني، ۷ کیلو خرما او مالګه شامل دي.

په دې وروستیو کې په زیاترو ولایتونو کې د سېلابو له امله، ډېرو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.