کابل(پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په پنځو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ګډون په موخه ایرلنډ ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د زمري په ۱۴مه د يادو څرګندونو تر څنګ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې دغه لوبډله
د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سياليو له پای ته رسېدو وروسته، نن ايرلنډ ته روانه شوه.
سرچینه زیاتوي چې د ايرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو سياليو لوبلړۍ به د روانې اګست مياشتې په نهمه پيل شي او د همدې مياشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي.
ټاکل شوې وه چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو پایلوبه نن تر سره شوې وی خو ایرلنډ ته د سفر لپاره تېره ورځ تر سره شوه.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP