کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شلاوریزو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن له هند سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې نن د دویمې لوبې موخه د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د ډيلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
همدارنګه دغه شلاوریزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربهتوب په هند کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه هند ته بایللې ده.