ژبه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر مسکو ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی مسکو ته روان شوی دی.

د باختر اژانس د خبر له مخې چې په دغه سفر کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وشي.

سرچینې د دغه سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ورته موضوع