کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا دوشنبه په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت د واکمنېدو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.
د تېر کال زمري میاشتې په ۲۴ مه نېټه، مخکنی حکومت ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په یوه خپاره شوي مکتوب کې راغلي: «دوشنبه، د محرم الحرم ۱۷ مه چې د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د زمري ۲۴ مې سره برابره ده، د امریکا او د هغه د متحدینو د اشغال پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب لومړی تلین دی، په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د تقویم په اساس په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.»
سبا د نوي سرپرست حکومت یو کال پوره کېږي، خو تراوسه د کوم دولت له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن