ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا د افغانستان د کنګل شتمنۍ ازادولو له پرېکړې بېرته پر شا شوې ده

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا د افغانستان د کنګل شتمنۍ ازادولو له پرېکړې بېرته پر شا شوې ده

author avatar
16 Aug 2022 - 07:02
وال‌سټریټ ژورنال: امریکا د افغانستان د کنګل شتمنۍ ازادولو له پرېکړې بېرته پر شا شوې ده
author avatar
16 Aug 2022 - 07:02

اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): امریکایي رسنۍ وال‌سټریټ ژورنال خبر ورکړی چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته د ولسمشر جو بایډن حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان کنګل شتمني خوشې نه کړي.

تېر کال د زمري ۲۴مه د جمهوري نظام له سقوط وروسته امریکا د افغانستان ملي بانک شاوخوا نهه میلیارد ډالر کنګل کړل خو په دې وروستیو کې امریکا ویلي وو چې د بشري خواخوږۍ له مخې او د دې لپاره چې دا پیسې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره وکارول شي، غواړي درې نیم میلیارد یې خوشې کړي.

په همدې موخه د امریکا او افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ په قطر او تاشکند کې دوه ځلې مذاکرات هم وشول چې پکې پرمختګونه هم شوي وو.

خو د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د زمري په ۲۴مه خبر ورکړی چې د ولسمشر بایډن حکومت له دې پرېکړې پر شا شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼه کې دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د کنګل شوي شتمنۍ ازادولو لپاره د ځانګړي وجهي صندوق جوړولو په برخه کې له نړۍوالو شریکانو سره په ګډ کار کولو کې ډېر پرمختګ وشو خو ترڅنګ یې دا هم ویلي چې “د دوحې له تړونه د طالبانو د ښکاره سرغړونې څرګندېدنه له دې ډلې سره زموږ د پاتې تعامل اهمیت معلومېږي.”

د دغه وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په هکله به “په راتلونکي کې زموږ په دریځ کې دا حقیقت په نظر کې نیول کېږي.”

د امریکا غږ د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویسټ وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې هېواد یې د اوس لپاره د افغانستان مرکزي بانک ته د دې شتمنۍ ورکړه یو اپشن نه بولي.

سرچینې زیاته کړې، امریکا د دې شتمنیو پر سر د افغانستان له سرپرست حکومت سره مخامخ خبرې هم ځنډولې دي.

د افغانستان مرکزي بانک دې پیسو ته په دې خاطر اړتیا لري چې له یوې خوا په هېواد کې د انفلاسیون مخه ونیسي، بلکې په عین حال کې د افغانیو ارزښت ثابت کړي او بله دا چې د هېواد خراب اقتصادي وضعیت پرې ورغوي.

د دوحې تړون له مخې، د افغانستان اوسني سرپرست حکومت له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د القاعده شبکې په ګډون به هیڅ یوې ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د ځای پر ځای کېدو فرصت نه ورکوي.

امریکایي چارواکی وایي چې په کابل کې د القاعده  شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې د افغانستان سرپرست حکومت پر خپلې ژمنې ولاړ نه دی.

د افغانستان حکومت دغه برید تایید کړی خو د القاعده د مشر وژل کېدل یې نه دي تایید کړي، ویلي یې دي چې دلته د ایمن الظواهري د راتلو او اوسېدو په اړه معلومات نه لري او د پېښې مختلف اړخونه څېړي.

 

 

Views: 436

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.