ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د مالیې لوړوالي له امله د افغانستان له لارې سوداګري کمه شوې ده

سوداګر: د مالیې لوړوالي له امله د افغانستان له لارې سوداګري کمه شوې ده

author avatar
16 Aug 2022 - 18:51
سوداګر: د مالیې لوړوالي له امله د افغانستان له لارې سوداګري کمه شوې ده
author avatar
16 Aug 2022 - 18:51

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): په کندهار کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې او له چارواکو یې د هواري غوښتنه وشوه.

په دې غونډه کې چې د سوېل لویدېځې حوزې د ولایتونو سوداګرو، د ګمرکونو رییسانو او نورو دولتي چارواکو ګډون کړی وو، یادونه وشوه چې د مالیې د لوړوالي له امله د افغانستان له لارې سوداګري کمه شوې ده.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس محمد‌صدیق مومند په خپلو خبرو کې وویل، سوداګر له مالیې څخه نه تښتي خو مالیه باید کمه شي او د هغوی ستونزې حل شي.

هغه زیاته کړه: «د مالیې د کموالي په برخه کې باید همکاري وشي، موږ مالیه ورکوو خو په دې وروستیو کې مالیه لوړه شوې ده چې له امله یې سوداګري هم کمه شوې ده، اوس مهال موږ تر ټولو ډېر اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لرو.»

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد‌یونس مومند بیا په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د بار موټرو د ځنډ، د وارداتو د کموالي، د درې میاشتني بېلانس او ځینو نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، هر کله چې یې له مسوولینو سره ستونزې شریکې کړې، هغوی حل کړې دي او اوس چې هم کومې ستونزې شته باید د حل په موخه یې کار وشي.

ده وویل، هغه توکي چې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ځي، کچه یې کمه شوې ده چې لامل یې د مالیې لوړوالی دی.

دی وایي: «په عمومي توګه ټرانزیټ باید د افغانستان له لارې وشي،یو تاجر چې لس کانټینره مال راوړي باید سل راوړي، خو دا کار هغه وخت کېږي چې مالیه ورباندې کمه شي، خو اوس نه یوازې لوړې مالیې بلکې درې میاشتني بیلانس او نورو ستونزو سوداګري کمه کړې ده.»

د کندهار والي محمد یوسف وفا بیا په خپلو خبرو کې وویل، «اسلامي امارت» له سوداګرو سره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دی؛ ځکه هم دا سوداګر دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې هر وخت له طالبانو سره همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړه، اوس هم همدا سوداګر دي چې افغانان د نړۍ له احتیاجه خلاصولای شي؛ باید خلکو ته کار پیدا کړي، ځکه دا د دوی مسوولیت دی او «اسلامي امارت» خپل مسوولیت- چې د امنیت راوستل دي- تر سره کړی دی.

ده وویل: «که اسلامي دي او که کفري هېوادونه، زموږ ملاتړ نه کوي، نو اوس مسوولیت د تاجرانو دی چې خپلو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د اسلامي امارت مجاهدینو خپل مسوولیت ادا کړی دی، امنیت یې راوستلی دی او بېله معاشه ولاړ دي.»

د ګمرکونو د ریيسانو په استازولۍ د نیمروز د ګمرک رييس جارالله اغا خبرې وکړې او د سوداګرو ځینې ستونزې يې پر ځای وبللې.

هغه وویل، اوس مهال د سوداګرۍ کچه ۴۴ سلنه کمه شوې ده، اوس ډېری سوداګر د ګاونډیو هېوادونو له لارې سوداګري کوي چې د افغانستان په زیان ده.

ده زیاته کړه، ډېر هغه سوداګریز مالونه چې مخکې د ایران له لارې افغانستان ته راتلل او بیا پاکستان ته لېږدول کېدل، اوس مستقیم له ایران څخه پاکستان ته لېږدول کېږي؛ ځکه هغوی لار ورته خلاصه کړې ده او په دې توګه هغه زرګونه کسان بېکاره شوي چې په دې برخه کې پر کار بوخت وو.

ده وویل: «ستونزې شته، حقایق باید درک شي، اوس مهال ډېره سوداګري د همسایه ملکونو له لارې کیږي، یوازې ستونزې د ګمرکاتو نه دي، په ځینو نورو ادارو نورم او سټنډرډ او د غذا ملي ادارو کې هم ستونزې شته، خو دا ستونزې باید په ګډه حل کړو.»

د غونډې په پای کې د افغانستان د ګمرکونو ريیس مفتي عبدالمتین سعید وویل، پر ځینو توکو مالیه د سوداګرو او صنعتکارانو په همغږۍ لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي پر هغو سوداګریزو توکو مالیه کمه کړي چې پخوا د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.

د هغه په وینا، پر لومړنیو خوراکي توکو یې تر اویا سلنه پورې مالیه کمه کړې چې له دې سره عواید اته ملیارده افغانۍ کم شوي، خو بیا هم دوی یې کومه خاصه نتیجه نه ده لیدلې.

دی وایي: «موږ پر اولیه موادو اویا فیصده مالیه کمه کړې ده چې اته ملیارده افغانۍ زموږ د عوایدو کمښت ښيي، خو موږ ولیدل چې کومه خاصه نتیجه یې ور نه کړه، موږ به بیا هم هغه ستونزې د ټولو تاجرانو سره حلوو چې اوس مهال موجودې دي.»

د نوي سرپرست حکومت له راتلو یو کال تېرېږي خو سوداګر او صنعتکاران وایي، د تمې خلاف هغه ستونزې چې پخوا د سوداګرۍ په برخه کې وې، نور هم زیاتې شوې دي.

د دوی په خبره، که څه هم پر پاټکونو پیسې نه اخیستل کېږي او په ادارو کې فساد کم شوی، خو بیا هم د مالیې د لوړوالي له امله د خوراکي او نورو توکو بیه ډېره لوړه ده او ورسره د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.