Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکیه او اسرائیل خپلې ډيپلوماتيکې او سفارتي اړیکې بېرته پیلوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): ترکیې او اسرائیل تر خپل ترمنځ د سفارتي او ډیپلوماتيکي اړیکو بیا پیلولو خبر ورکړ.

د اسرائیل لومړي وزیر له دفتره د زمري په ۲۶مه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د سفارتي اړیکو بیا پیلولو پرېکړې له مخې به دواړه هېوادونه بېرته تل‌ابیب او انقرې ته خپل ډیپلوماتان ولېږي.

د اسرائیل لومړي وزیر ویلي، له ترکیې سره نوې اړیکې د اسرائیلي ولس لپاره مهم اقتصادي پرمختګ دی.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو سفیران او جنرال کونسلران به بېرته خپلو دندو ته ستنېږي.

بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې دوی به د فلسطینیانو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د یادونې ده، په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې اسرائیلي ځواکونو پر یوې بېړۍ چې پکې فلسطینیان او ترکان سپاره وو، برید کړی و، چې د نورو ترڅنګ پکې ۱۰ ترکان هم وژل شوي وو.

دغه راز په ۲۰۱۸ کال کې د اسرائیلي ځواکونو په بمباریو کې د ۶۰ فلسطینیانو له وژل کېدو وروسته ترکیې له اسرائیل سره سفارتي اړیکې ختمې کړې وې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.