ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تالقان ښاریان: د اق‌مسجد سیمې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د تالقان ښاریان: د اق‌مسجد سیمې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
18 Aug 2022 - 12:41
د تالقان ښاریان: د اق‌مسجد سیمې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
18 Aug 2022 - 12:41

تالقان (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د تخار مرکز تالقان ښار اړوند په آق‌مسجد سیمه کې د پنګاني کلي ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري او وایي، له کلونو راهیسې د خوږو اوبو پر ځای له تروو اوبو استفاده کوي.

دغه خلک زیاتوي چې په یاده سیمه کې نږدې ۳زره کورنۍ ژوند کوي چې د خوږو اوبو د لرې والي له امله ډېرې وخت یې اولادونه ښوونځيو ته له ورتلو پاتې کېږي او تراوسه ورته مسوولینو پاملرنه نه ده کړې.

د تالقان ښار د یاد کلي یو اوسېدونکی شریف‌خان وایي: «دلته موږ ۳زره کورنۍ ژوند کوو، کلونه کېږي چې د خوږو اوبو د نشتون، د لارې لرې والي او په مرکب باندې د اوبو انتقال له امله اړ یو چې له تروو اوبو استفاده وکړو.»

شریف‌خان له اوسني حکومته غواړي څو خوږو اوبو ته د دوی د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی ګل حیدر وایي: «له دې امله چې له تروو اوبو استفاده کوو نو اولادونه مو هر وخت په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي او حکومت موږ ته هيڅ  پاملرنه نه ده کړې.»

هغه زیاتوي چې ځیني وختونه یې اولادونه له دې امله له درس او تعلیمه پاتې کېږي چې له لرې ځایونو څخه خوږې اوبه راوړي.

ګل حیدر وایي، دا ستونزه یې څو ځلې له سیمه‌ییزو مسوولینو او خیریه موسسو سره شریکه کړې خو تر اوسه یې غوښتنې ته پاملرنه نه ده شوې.

په دغه حال کې، د تخار د اوبو رسونې امر قاري کریم‌الله د خلکو د ستونزو د منلو ترڅنګ وایي، د کافي بودجې نشتون او د مرکزي مسوولینو نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې دغه خلک تراوسه د څښاک له پاکو اوبو څخه بې‌برخې دي.

خو هغه ډاډ ورکوي چې په هڅه کې دي څو د خلکو ستونزي ژر حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په تخار کې د څښلو پاکو اوبو نشتوالي له امله په دې وروستۍ یوه میاشت کې زرګونه ماشومان پر اسهال ناروغۍ اخته شوي دي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.