منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

څښاک پاکو اوبو

۲۲ راپورونه

راپورونه

غړي

افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي، تېر کال په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شوی او سږ کال په دغه هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو لپاره ۴۷۹،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

تخار کې کوچیان: د څښاک پاکو اوبو په ګډون له ټولو لومړنیو امکاناتو محروم یو

ځيني کوچیان چې د تخار ولایت په لرو سیمو کې د ډېرو کمو لومړنیو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي، په ژوند کې له دوامداره محرومیتونو شکایت لري او وایي، د څښاک پاکو اوبو په ګډون له هیڅ ډول امکاناتو برخمن نه دي.

غړي

د فارياب د لولاش ولسوالۍ «لفرايي» سيمې زرګونه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي

د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ په «لفرايي» سيمه کې شاوخوا درې زره کورنۍ له څو کلونو راهيسې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او هره ورځ د څو کیلومتره سختو لارو په وهلو سره د خرو په وسیله د اړتیا وړ اوبه برابروي.

غړي

د تالقان ښاریان: د اق‌مسجد سیمې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د تخار مرکز تالقان ښار اړوند په آق‌مسجد سیمه کې د پنګاني کلي ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري او وایي، له کلونو راهیسې د خوږو اوبو پر ځای له تروو اوبو استفاده کوي.

غړي

یونیسف: د دایکنډي ۳۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس­رسی نه لري

په دایکنډي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ولایتي مسوولین وايي، د دوی یو کلنې څېړنې (د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه) ښيي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس­رسی نه لري.