ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د رستاق ځيني اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالي خلک د خپلو سیمو پرېښود ته اړ کړي

د تخار د رستاق ځيني اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالي خلک د خپلو سیمو پرېښود ته اړ کړي

author avatar
3 Oct 2023 - 17:17
د تخار د رستاق ځيني اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالي خلک د خپلو سیمو پرېښود ته اړ کړي
author avatar
3 Oct 2023 - 17:17

تالقان (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د تخار د رستاق ولسوالۍ د شپږو لرو پرتو کلیو اوسېدونکي څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، وایي چې دوی له مالدارۍ لاس اخیستی او د خپلو کورونو د پرېښودو په هڅه کې دي.

د رستاق ولسوالۍ د پسابند قرلق سیمې د کلستر رییس مولوي هاشم پژواک خبري اژانس ته وویل، په پسابند قرلق سیمه کې شپږ کلي موجود دي چې اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له دې امله هره کورنۍ مجبوره ده چې په دوو شپو او دوو ورځو کې یوازې له دوو ۱۰ لېټري بُشکو اوبو استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې دغو کلیو کې یوازې یوه چینه شته چې د هغې اوبه هم صحي نه دي سلګونه کسان د شپې او ورځې د اوبو پیدا کېدو په لټه کې دي، خلک ډېری وخت مجبورېږي چې له ناپاکو اوبو استفاده وکړي.

هغه وویل: «زموږ ماشومان او ځوانان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، تېر یوه کال کې یوازې په یوه کلي کې ۱۴ کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته او مړه شوي چې د هغو عمده لامل له ناپاکو اوبو استفاده وه.»

نوموړی زیاتوي چې د رستاق ولسوالۍ دا شپږ لرې پراته کلي چې دشتک کلي کې زر کورنۍ، سنګ علي کلي کې ۶۰۰، سقابه کې ۵۰۰، مسنګران کې ۴۰۰، تالیک کې ۲۰۰ او په حافظان کلي کې ۱۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې د څښاک له پاکو محروم دي.

د هغه په خبره، د سیمې ځينو اوسېدونکو د څښلو پاکو اوبو د نشتوالي له امله له مالدارۍ لاس اخیستی او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د سقابه کلي یو اوسېدونکی سنګ‌محمد وایي چې د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله دوی مجبور شوي چې له مالدارۍ لاس واخلي او د خپلو کورونو د پرېښودو په هڅه کې شي.

هغه د څښاک اوبو نشتوالی د خپلو کلیوالو له جدي ستونزو بولي او وایي، د کورنۍ ټول غړي سرګردانه دي څو یوه بُشکه اوبه پیدا کړي او کله کله د اوبو د لاسته راوړلو په موخه ساعتونه ساعتونه انتظار کوی څو یې نوبت ورسېږي.

د سقابه کلي یو بل اوسېدونکی عبدالواحد وایي: «موږ اوبو نه لرو، در په دره یو، په یوه وخت کې له یوې چینې د کلي د خلکو له خوا له ۵ تر ۶ زرو بُشکو پورې اوبو اخیستل کېږي چې د هغه اوبه هم د قناعت وړ او ډېرې نه دي، ځينو ته له درېیو شپو او ورځو وروسته نوبت رسېږي هغه په ډېر جنجال او شخړو.»

هغه زیاتوي، دې کلي کې د اوبو د نشتوالي له امله مالداري له منځه تللې ده او د خلکو اقتصادي وضعیت هم له ستونزو سره مخ دی او ځیني د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

هغه له حکومت غواړي چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سنګ علي کلي یوه اوسېدونکې رحیمه وایي چې سهار لمونځ وکړي د اوبو اخیستو لپاره ځي څو نوبت ورسېږي ماسپښین کېږي.

هغې زیاته کړه: «واړه اولادونه مې یوازې پرېږدم، اوبو پسې ځم، د اوبو نشتوالي موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو، د مجبورۍ له مخې اکثرې شپې اوبو پسې راځم او تر سهاره منتظره پاتې کېږم، کله کله نارینه نه پرېږدي چې موږ ته نوبت ورسېږي.»

د مسنګران کلي یو اوسېدونکی مولوي احسان‌الله وایي چې د اوبو د نشتوالي له امله ځينو خلکو خپل څاروي، باغونه، ځمکې او کورونه پلورلي څو سیمه پرېږدي.

د هغه په خبره، د انسانانو او څارویو د ژوند لپاره یو حیاتي عنصر دی چې له هغه پرته ژوند ناشونی دی.

په ورته وخت کې، د رستاق ولسوالۍ معاون قاري عبدالودود که څه هم د خلکو ستونزې مني وایي چې خلک ساعتونه ساعتونه مزل وهي او په مرکبونو اوبو کور ته راوړي.

خو هغوی ډاډ ورکوي چې له موسسو سره په همغږۍ د دې ستونزې د حل کولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د تخار د کلیو او پراختیا ریاست مسوولینو پژواک ته ویلي وو چې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو د خلکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزو د هوارولو په موخه له موسسو سره په همغږۍ هڅې روانې دي.

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.