ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ چپې درې له نیمايي ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د کونړ چپې درې له نیمايي ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
22 Aug 2023 - 11:51
د کونړ چپې درې له نیمايي ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
ارشیف
author avatar
22 Aug 2023 - 11:51

اسعداباد (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د کونړ چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله يې هر کال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

هغوی له حکومته غواړي چې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي او هم دې عام خلک د ویالو اوبو څښلو پر زیانونو پوه کړي.

د چپې درې مسوولین هم د خلکو شکایتونه پر ځای ګڼي او وايي په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۵ کلي اوسېږي چې ډېری يې د ویالو له اوبو کار اخلي.

د دغې ولسوالۍ د ګلسلک کلي یو اوسېدونکی او د قومي شورا مشر عبدالحکیم پژواک خبري اژانس ته وویل، ښايي په ټوله ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو دوه څاګانې شتون ولري او له نیمايي ډېر خلک د ویالې اوبه کاروي.

هغه زیاته کړه: «خلک له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو کار اخلي چې له امله يې هر کال د نس ناستي په شمول بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کېږي.»

هغه له حکومته غواړي چې خلک دې د ویالو اوبو څښلو پر ضررونو پوه کړي او د دې ترڅنګ دې په سیمه کې د څښاک پاکو اوبو لپاره ژورې څاګانې وکیندي.

د چپې درې ولسوالۍ وطلې کلي یو اوسیدونکی شیرعالم وایي، په سیمه کې یې له ۱۲۰۰ زیاتې کورنۍ ژوند کوي چې په وینا يې هېڅوک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د ویالو اوبه کاروي.

نوموړي وویل: «د وچکالۍ له امله په غرونو کې د چینو اوبه هم کمې شوې، زموږ په ټوله سیمه کې یوه ژوره څا هم نشته، خلک د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ دي.»

هغه وايي، حکومت په تېره بیا عامې روغتیا ریاست دې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د ویالو او ناپاکو اوبو د څښلو د زیانونو په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت او نور خیریه بنسټونه دې دوی ته د پاکو اوبو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د دې ولسوالۍ مسوولین هم د څښاک پاکو اوبو د کمښت په اړه د خلکو شکایتونه مني خو وايي دغه موضوع يې له اړوندو ادارو سره شریکه کړې، هیله لري چې ژر حل شي.

د دې ولسوالۍ مرستیال مولوي عبدالحکیم مهاجر پژواک ته وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې ۷۵ لوی او کوچني کلي شته چې له سلو زرو پورته خلک په کې ژوند کوي، له نمیایي ډېر یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د ویالو اوبه کاروي.»

هغه زیاتوي چې دا موضوع يې د ولایت له مسوولینو سره شریکه کړې او د حل لپاره يې د هغوی ژمنه هم ترلاسه کړې ده.

نوموړی وايي، چپه دره ولسوالۍ په غرنۍ سیمه کې موقعیت لري او د ژورو څاګانو کېندل هم زیات لګښت غواړي چې د خلکو وس نه ورته رسېږي.

هغه وویل: «خلک وس نه لري چې ژورې څاګانې وکیندي، نو مجبور دي چې د ویالو ناپاکې اوبه وڅښي.»

نوموړی وایي چې مرکزي حکومت او مرستندویه ادارې باید د خلکو یاده ستونزه ژر حل کړي.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم وايي چې چپې درې ولسوالۍ کې وخت ناوخت ډېر خلک د ناپاکو اوبو څښلو له امله ناروغېږي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ایاز صافي پژواک ته وویل: «موږ د چپې درې په یو شمېر سیمو کې چې خلک یې د ناپاکه اوبو د کارونې له امله پر اسهال اخته شوي و د درملنې ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې ۳۰۰ کسانو ته د روغتیا په برخه کې عامه پوهاوی وهم وکړ څو د ناپاکه اوبو له کارولو ځان وساتي.»

هغه وایي، په یاده سیمه کې یې خلکو ته کلورین، هایجن کېټونه او صابونونه هم ویشلي دي.

د یادونې ده، په وروستیو شاوخوا دوو لسیزو کې تر څمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې او د هېواد په ډېری سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت کوي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.