ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي محمدیعقوب: د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشونه نه منو

مولوي محمدیعقوب: د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشونه نه منو

author avatar
19 Aug 2022 - 12:01
مولوي محمدیعقوب: د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشونه نه منو
author avatar
19 Aug 2022 - 12:01

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۱) د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي، تعامل، اقتصادي او سیاسي پرمختګ په دې قیمت نه غواړي چې د افغانستان خپلواکۍ تر سوال لاندې راشي او د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشونه هم نه مني.

ده دغه راز وویل، څوک چې د افغانستان خپلواکۍ غواړي او د ملي ګټو پر خلاف چا سره معامله نه کوي، په هغوی باید باور وشي او د افغانانو په خپل منځ کې د جنګونو فرصت باید هېچاته ورنه کړل شي.

هغه دغه څرګندونې نن کابل کې د خپلواکۍ د ۱۰۳ یمې کلیزې نمانځغونډې ته وکړې.

ده وویل، سږکال د خپلواکۍ کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې په «واقعي ډول هېواد خپلواک دی، په نظامي ډګر کې د هېچا تر سیوری لاندی نه دی او نه یې قوتونه د چا پورې تړلي دي.»

دی وايي: «خپلواکۍ د انسان د ژوند کولو لپاره مهم شی دی، موږ او تاسو چې کومه مبارزه کړې او قربانۍ مو ورکړې، تل مو په هغه کې د خپلواکۍ غږ پورته کړی چې نور د چا غلامي نه منو او نه د چا تر سیوری لاندې ژوند کولی شو او نه یې زغملی شو.»

هغه زیاته کړه، د خپلواکۍ ګټل او مبارزه کول ستونزې لري؛ اقتصادي ستونزې به هم راځي او سیاسي ستونزې به هم راځي، خو دا ستونزې هغو هېوادونو جوړې کړې چې افغانستان کې د دوی غوښتنې ومنل شي.

محمدیعقوب مجاهد زیاتوي: «موږ د ملي ګټو په خلاف د هېچا  اوامر، فرمایشونه او غوښتنې نه شو منلی؛ موږ تعامل غواړو، د هېواد پرمختګ غواړو، د هېواد اقتصاد او سیاسي پرمختګ غواړو؛ په نظامي ډګر کې یو قوي ځواک غواړو، خو په دې قیمت یې نه غواړو چې خپلواکي مو تر سوال لاندې راشي؛ ځکه افغانانو د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکړي او شهیدان مو ورکړي دي.»

ده وویل، دوی د هېواد خپلواکۍ ته ژمن دي او تل به هڅه کوي چې خپلواک واوسي او د ځینو مادي ستونزو لپاره ورخطا نه شي.

هغه وايي: «زموږ او ستاسې په خلاف او د یو و بل جنګولو لپاره ډېرې کړۍ لاس په کار دي او هڅه کوي چې د سمت، مذهب او ژبې په نوم موږ او تاسو سره وویشي او په خپل منځ کې مو وجنګوي او دوی خپلو شومو موخو ته ورسیږي، خو موږ باید نور دا فرصت هېچاته ورنه کړو.»

ملایعقوب زیاته کړې، نور باید افغانان خپل فکر داسې جوړ کړي چې تېر هېر کړي، پخوانۍ ستونزې شاته وغورځوي او د افغانستان راتلونکې لپاره په یووالي کار وکړي.

دی وايي: «ټول افغانان باید دا درک او احساس ولري، هر هغه څوک چې د افغانستان خپلواکي غواړي او د دې لپاره یې قربانی ورکړي، افغانستان اشغال او استعمار نه مني او د ملي ګټو پر خلاف چا سره معامله نه کوي، نو هغوی د دې هېواد رښتینی بچي او دوی کولی شي چې هېواد جوړ کړي او په دوی باید اعتماد وشي.»

Views: 384

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.