کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): څو میاشتې مخکې یو شمېر سوداګرو کندهار ته د هندي وزو ګلابي نسل راووړ چې د خلکو او مالدارۍ برخې د مسلکي کسانو له تود هرکلي سره مخ شو؛ ځکه د وزو دغه نسل نه یوازې ډېرې شیدې ورکوي، بلکې ډېر بچي هم زېږوي.
دا ځل سوداګرو د (پيتل او مچګیني) په نوم د هندي وزو دوه نور نسلونه راوړي چې دا وزې هم ډېر بچي زېږوي او هم ډېرې شیدې ورکوي.
د دغو سوداګرو له ډلې یو هم علاوالدین دی چې وايي، دا ځل یې د وزو لوی فارم جوړ کړی او ۱۲۰ وزې یې راوړې او دا وزې په عمر زیاتې او بچي زېږولو ته رسېدلې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا وزې موږ په ډېرو ستونزو له پاکستانه راوړې چې پر یوه وزه تر دې ځای پورې شپږ یا شپږ نیم زره افغانۍ مصارف راڅخه شوي دي، نو دا چې دا وزې غټې دي، بیه یې هم یو څه لوړه ده خو موږ یوازې مصارف ورباندې اچوو، ګټه خاص نه ورباندې اچوو.»
دی وایي، موخه یې دا ده څو د دې وزو نسل دلته زیات شي او ډېر خلک یې روزلو ته مخه کړي.
ندامحمد هغه کس دی چې دا وزې یې پېرلې او غواړي ویې وساتي؛ ځکه دی وایي، د مخکنیو ګلابي وزو د ساتنې تجربه لري.
هغه وايي، مخکې یې دوه ګلابي وزې اخیستې وې چې هرې یوې څلور څلور بچي وزېږول او ده په ډېره لوړه ګټه وپلورلې، اوس یې د دغو وزو نور نسلونه هم رانیولي او روزنه یې کوي.
ده زیاته کړه: «زه له ډېره وخته وزې او پسونه ساتم بیا یې خرڅوم، دغه مې کار دی، دا وزې لږ خوراک کوي، ساتنه یې ډېره اسانه ده خو بچیان ډېر پیدا کوي او شیدې هم ډېرې کوي.»
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مامورین وایي، د دې وزو نسل د زیاتېدو په حال کې دی او دا به له مالدارانو او نورو هغو کسانو لپاره چې په کورونو کې وزې ساتي، ډېرې ګټورې تمامې شي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، «پيتل او مګچیني» نسل وزې له ۴۰ تر ۸۵ کیلوګرامه وزن اخلي او اکثره یې د یوې غوا په اندازه شیدې کوي.
ده وویل، دا وزې که ښې وروزل شي، د ورځې له درې څخه تر پنځه کیلوګرامه شیدې کوي.
ده زیاته کړه، دا مهال په کندهار کې د وزو فارمونه پر زیاتېدو دي خو دغه فارمونه اکثره د وطني وزو دي.
دی وایي: «اوس مهال موږ په کندهار کې د وزو ۱۵ ثبت شوي فارمونه لرو چې یو فارم په کې د هندي وزو دی، که د دې وزو نسل زیات شي، دا هره وزه د یوې غوا په اندازه شیدې کوي او بله ګټه یې دا ده چې بچي ډېر پیدا کوي.»
دی وايي، اوس مهال د دې وزو پر راوړلو په سرحدي ولایتونو کې ډېرې پیسې اخیستل کېږي خو که دا پیسې لږ شي، کېدای شي ډېر سوداګر د دغو وزو راوړلو ته مخه کړي.
اوس مهال په کندهار کې د وزو شمېر د پنځه کاله وړاندې شمېرو له مخې ۴۶۰ زرو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP