Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په اوو ولسواليو کې ۴۰ زره کسانو ته د کار بدل کې غنم ورکړل شول

جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې ۴۰ زره کسانو ته د کار په بدل کې ۱۲۵۰ ټنه غنم ووېشل شول.

د چارواکو په وينا، د دې دوه مياشتنۍ برنامې له لارې د کاري زمينې برابرېدو سربېره د اوبو ګڼې ويالې او کارېزونه پاک شوي او ترڅنګ يې په لسګونه کيلومتره فرعي سړکونه هم بيارغول شوي دي.

چارواکي وايي، په نږدې ورځو کې به دغه پروګرام د ننګرهار نورو ولسواليو ته هم وغځول شي چې زرګونه کسان به ترې په مستقيم او غيرمستقيم ډول ګټه پورته کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د پلان او همغږۍ مدير عطاءالحق بشري د زمري په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د رياست‌الوزرا له لوري په دغه ولايت کې د خوراکي توکو د بحران مخنيوي او وزګاره خلکو ته د کار زمينې برابرولو په موخه څو میاشتې وړاندې ۳۱۵۵ مټريک ټنه غنم رالېږل شوي دي.

هغه زياته کړه، راغلو غنمو ته د ننګرهار ولايت مقام په لارښوونه د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د اړوندو رياستونو په همکارۍ د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې د کار او د غنمو وېش پروګرام ډيزاين کړ.

دی وايي، په اوو ولسواليو کې د کار په مقابل کې د غنمو د ورکړې پروګرام بشپړ شو چې زرګونه کورنۍ ترې برخمنې شوې.

بشري زياته کړه، د دغه پروګرام له لارې د ۱۲۵۰ ټنه غنمو په مقابل کې په شېرزادو، حصارک، لعلپورې، بهسودو، اچين، بټي‌کوټ او نازيانو ولسواليو کې ګڼ ټولګټي کارونه ترسره شول.

نوموړی وايي: «د دې پروژې په تطبيق سره په سلګونه متره کانالونه، کارېزونه او هغه ويالې چې د کرنې لپاره ترې د اوبو ګټه اخیستلو کېده، پاک شوي، دغه راز د ماماخېلو او مملې په باغونو کې هم د ونو بوټو د توليد کارونه د همدې پروژې له لارې روان دي.

د بشري په وينا، د خلکو د اړتيا له مخې د لعلپورې ولسوالۍ په رېنا او پارچاو سيمو، د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه او د نازيانو ولسوالۍ له مرکزه تر صفري نقطې پورې کليوالي سړکونه هم د همدې برنامې له لارې رغول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه دوه مياشتنۍ برنامه کې ۴۰زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه چې د پروګرام په پای کې پرې غنم ووېشل شول.

له دغه پروګرامه د برخمن شوو ولسواليو اوسېدونکي خوښ دي چې هم ورته د کار زمينه برابره شوه او هم يې د سيمې ویجاړ ځايونه بيا ورغول شول.

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ملک سردارمحمد پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې ګڼې ویالې د همدغه پروګرام له لارې پاکې شوې او د اوبه خور په برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شوې.

د شېرزادو ولسوالۍ يو اوسېدونکي نياز ولي وايي، د دوی په سيمه کې هم ډېرې ويالې او کارېزونه پاک شول او ځينې سړکونه چې تخريب شوي وو د همدغې برنامې له لارې بياورغول شول.

چارواکي وايي، له دې وروسته به د دغه پروګرام له لارې په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم ورته پروګرامونه ترسره شي چې هم به د وزګارتيا مخه ونيول شي او هم به د بيارغونې چارې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.