ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

سرپل کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
22 Aug 2022 - 12:49
سرپل کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
22 Aug 2022 - 12:49

سرپل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.

د سرپل د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دین‌محمد نظري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو یو ۱۰ کلن ماشوم چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له اړوندې سیمې څخه تښتول شوی و، خوشی کړی دی.

هغه وویل چې دغه ماشوم له پای‌دهک کلي څخه تښتول شوی و او تېره شپه ۹ بجې د یاد ولایت په مرکز رحمت‌اباد کلي کې موندل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې انسان تښتوونکي نیول شوي نه دي، خو د هغه په خبره چې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.