[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، وایي چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دې د هغوی حقونه وساتل شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، دغه اداره په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لري.
سرچینې لیکلي چې د افغان ښځو د کار او فعالیت پر محدودیتونو سربېره، د نجونو د زدهکړو بهیر هم له ګواښ سره مخ دی او د افغان نجونو او ښځو پر هوساینې او خوندیتوب یې اغېز کړی دی.
دغه کمیشنري وایي، د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دې د افغان نجونو او ښځو حقونه وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هغوی ټول حقونه ورکوي او دا مهال هم په هغو ادارو کې چې اړتیا ورته لیدل کېږي، ښځې پر دندو بوختې دي او نورو ته یې په کور کې معاشونه ورکول کېږي.
د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
[/restrict]
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن