ژبه

کابل کې د کرونا ویروس بېلابېلو بڼو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل کابل کې د کرونا د بېلابېلو بڼو، جینیټکي پېښو او سرطاني ناروغیو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد د جینومک سیکونیسنګ (Genomic Sequencing) ماشین د پرانیستې پرمهال وویل، دغه ماشین دا وړتیا لري چې د کرونا بېلابېلې بڼې، جینیټکي واقعات او سرطاني ناروغۍ تشخیص کړي.

هغه وایي: «له دې وروسته موږ کولی شو چې د کرونا د ټایپونو ټولې بڼې په افغانستان کې معلوم کړو چې په دغو ټایپونو کې اومیکرون، القا، دلتا او ... شامل دي.»

د هغه په خبره، په افغانستان کې ډاکټران له کمو امکاناتو سره سره بیا هم هڅه کوي چې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې ډاکټرانو ته روغتیایي امکانات او وسایل برابر کړي څو هېوادوال د درملنې لپاره د بهرنیو هېوادونو تګ ته اړ نه شي.

په دغه حال کې، د روغتیا نړۍوال سازمان تخنیکي مسوول مومن‌خان مراد چې په یاده ناسته کې یې حضور درلود، وویل چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا د بڼو د تشخیص لپاره د انفلونزا له ماشینونو استفاده کېدله.

هغه وایي: «په نورو هېوادونوکې کرونا همېشه تشخیص کېدله، خو افغانستان دغه ظرفیت نه درلود؛ موږ د الفا، بیتا یا اومیکرون کرونا د تشخیص لپاره سمپلونه له هېواده بهر لېږل، خو له دې وروسته کولی شو چې دغه کار په داخل د هېواد کې وکړو.»

د هغه په خبره، اوسمهال په دغه ماشین کې ۳۳ سمپلونه اېښودل شوي څو معلومه کړي چې دغه خلک پر کوم ډول کرونا اخته دي.

د یادونې ده چې تر اوسه په افغانستان کې سلګونه زره خلک پر کرونا اخته او زرګونه خلک ترې مړه شوي دي.