قلعهنو (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ مسوولین د یوې ښځې له خوا د خپل خاوند د وژلو خبر ورکوي او وايي، دغې ښځې د څېړنو پر مهال ویلي چې دغه کار ترې سهواً شوی دی.
د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ د امنیې قوماندان اسحاق صدام پژواک خبري اژانس ته وویل چې وژل شوی کس محمد ادریس نومېده او د ابکمري د زیمات کلي اوسېدونکی و؛ هغه ۲۲ کاله عمر درلود او د اسلامي امارت د ځواکونو په لیکو کې یې دنده هم تر سره کوله.
هغه وایي، د څېړنو له مخې ، دغې ښځې ویلي: «خاوند مې راته وویل چې غواړم بل واده وکړم، د همدې خبرې په سر زموږ منځ کې جنجال راغی، پر ما یې ډېر بد اغېز وکړ او غوښتل مې چې ځانوژنه وکړم، وسله مې را واخیسته چې ځانوژنه وکړم چې خاوند مې پرېنښودم، ناڅاپه ډز وشو او خاوند مې ټپي شو.»
د صدام په خبره یاده ښځه د ابکمري ولسوالۍ د امنیتي منسوبینو له خوا نیول شوې او دوسیه یې د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته لېږل شوې ده.
سرچینې په ډاګه کړه چې دغه پېښه اووه ورځې مخکې شوې او محمد ادریس د سختو ټپونو له امله پنځه ورځې په روغتون کې بستر و او وروسته ساه ورکړه.
نوموړی وایي، په قتل تورنه ښځه (د مقتول مېرمن) د دوی له خوا نیول شوې او دوسیه یې د لا څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته محول شوې ده.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن