Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د تېرې شپې سېلابونو لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

اسعداباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د کونړ طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د تېرې شپې سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې دوه کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.

سرچینې ويلي، لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم تخريب شوي دي.

د کونړ طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې یوه مسوول احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د جمعې شپې سېلابونو له امله په مرکز اسعداباد او دغه‌راز پېچ دره، سرکاڼو، دانګام ولسوالیو او ځېنو نورو سیمو کې خلکو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

ده وویل: «د جمعې ورځې اورښتونو او سېلابونو له امله د کونړ سیند اوبه په بې‌ساري توګه زیاتې شوې، په دانګام او پېچ دره کې یو- یو کس مړ هم دی.»

نوموړي زیاته کړه چې په دانګام ولسوالۍ کې شپږ او په پېچ دره کې دوه کسان ټپيان دي، خو په وینا يې چې د دغو ټپیانو روغتيايي وضعيت ښه دی او روغتون ته د تګ اړتيا نه درلوده.

ده دغه‌راز وویل چې په همدې شپه په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۲۲۱ کورونه تخریب شوي، ۴۹۵ جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړې، یو ښوونځی او دوه جوماتونه هم زیانمن شوي، خو چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وویل، سيمو ته د ژغورنې ټيمونه رسېدلي او له يو شمېر کورنیو سره يې بېړنۍ مرسته هم کړې ده، خو په وینا يې چې د دقیقې ارزونې لپاره سروې روانه ده.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د کوچيانو بلې په نوم کلي اوسېدونکي رحمان‌الله وويل: «د جمعې شپه یوه بجه زموږ په کلي کې غوغا جوړه شوه او د جماعت د لوډسپیکر په واسطه اعلانونه وشول چې کورنه پرېږدئ، کورونه او کروندې مو اوبو لاندې کړي او خلکو ته يې سخت زیانونه اړولي دي.»

ده له حکومته وغوښتل چې خلکو ته دې د خوراکي مرستو ترڅنګ، سرپناوې هم برابرې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.