ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا کمښت کندهار کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د درېدو له ګواښ سره مخ کړې دي

د برېښنا کمښت کندهار کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د درېدو له ګواښ سره مخ کړې دي

author avatar
28 Aug 2022 - 14:16
د برېښنا کمښت کندهار کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د درېدو له ګواښ سره مخ کړې دي
author avatar
28 Aug 2022 - 14:16

کندهار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې لا هم د برېښنا د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده او که پوره برېښنا ورته ونه رسېږي، نو د فابریکو فعالیت به یې ودرېږي.

په کندهار صنعتي پارک کې د لسګونو نورو فابریکو ترڅنګ د اوسپنې ویلې کولو ۵ فابریکې فعالې دي چې میلیونونه ډالر پانګه‌ونه ورباندې شوې ده.

دا فابریکې ډېرې برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۸ ساعته برېښنا ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

په کندهار صنعتي پارک کې د اوسپنې ویلولو د یوې فابریکې مسوول حاجي خان‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسپنې ویلې کولو پر دوو فابریکو یې شاوخوا ۳ میلیونه ډالر پانګه‌ونه کړې، خو د برېښنا د کمښت له امله یې فعالیت ټکنی او ان د بندېدو له ګواښ سره مخ دی.

دی وايي، د اوسپنې ویلولو فابریکې د نورو په پرتله ډېرې او دوامداره برېښنا ته اړتیا لري چې دوی ورڅخه بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ ته اوس په څلورویشت ساعتونو کې اته ساعته برېښنا راکول کېږي چې هغه هم منظمه نه وي، موږ نه شو کولای پاته ۱۶ ساعتونه خپلې فابریکې د ډیزلي ماشینونو په برېښنا وچلوو، ځکه هره ورځ زرګونه لېټره تېل مصرفوي.»

د ده په خبره، د برېښنا د کمښت له امله اوسمهال د ورځې یوازې ۲۴ ټنه تعمیراتي سیخ تولیدوي، خو که پوره برېښنا ولري نو ورځنی تولید به یې له ۵۰ ټنه هم ډېر شي چې کولای شي تر ډېره د بهرني وارداتي سیخ مخنیوی وکړي.

د اوسپنې ویلولو د یوې بلې فابریکې مسوول شمس‌الله هم وايي چې پر فابریکې یې میلیونونه افغانۍ پانګه‌ونه کړې او سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده، خو د برېښنا د کمښت له امله د ګټې پر ځای په تاوان کې روان دی.

هغه زیاته کړه، د برېښنا د کمښت له امله یې فابریکه نیمه فعالیت لري او ان د کارګرو معاش او نور لګښتونه هم نه شي برابرولای.

دی وايي، له کجکي بند څخه د صنعتي پارک فابریکو ته د ورځې یوازې اته ساعته برېښنا ورکول کېږي چې په هیڅ ډول بسنه نه کوي.

د هغه په خبره، که د برېښنا ستونزه حل نه شي نو صنعتګر اړ کېږي دلته له پانګه‌ونې لاس واخلي.

نوموړی زیاتوي: «پخوا د کجکي برېښنا د لین او توربینونو ستونزه وه، هغه حل شوه خو اوس په کجکي بند کې د اوبو د کمښت ستونزه ده چې حل یې ناممکن دی نو باید دوی ته وارداتي برېښنا برابره شي.»

د اوسپنې ویلولو د فابریکې یو کارکوونکی روزي خان وایي، له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په دې فابریکه کې کار کوي خو دا چې برېښنا نشته، کارونه یې ټکني دي.

د ده په خبره، دا کار ورته یو فرصت دی څو د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي، که د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي نو نه یوازې د دوی کارونه به ډېر شي، بلکې ډېرو نورو کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.

دی زیاتوي: «د کندهار برېښنا اساسي رغونې ته اړتیا لري، اوسنۍ برېښنا چې له کجکي بند څخه ورکول کېږي، تل د اوبو کچې له ټيټېدو سره بندېږي؛ په کار ده کندهار ته وارداتي برېښنا برابره شي چې د مزو غځولو ډېره برخه یې د تېر حکومت پر مهال بشپړه شوې ده.»

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال هم د برېښنا ستونزه پر ځای بولي او وايي، مسوولین په دې هڅو کې دي چې صنعتګرو ته پوره برېښنا برابره کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، «اسلامي امارت» په دې هڅه کې دی چې د کجکي برېښنا ترڅنګ د وارداتي او نورې برېښنا د تولید په اړه غور وکړي.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د کجکي له برېښنا پرته د نورې برېښنا په اړه کوم پلان نشته، خو ځینو پانګه‌والو ژمنې کړې چې د برېښنا د تولید په برخه کې به هم پانګونه کوي.

دی وایي: «پر وارداتي برق غور روان دی، موږ د صنعتګرانو په درد دردېږو، هغوی پانګونه کړې ده او لسګونه زره کسان یې په کار ګومارلي دي، موږ د دوی ستونزې تر لوړپوړو مسوولینو رسوو او هڅه کوو چې حل لارې ورته ولټول شي.»

د کندهار د برېښنا ریاست مسوولین وایي، په کجکي بند کې د برېښنا د نوو توربینونو له فعالېدو سره د برېښنا د تولید په برخه کې هیڅ ستونزه نشته؛ کله چې په بند کې اوبه ډېرې وي، کولای شي ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

د کندهار د برېښنا ریاست سرپرست مولوي ایوب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال په کجکي بند کې د اوبو سطحه ۵۳ متره ده چې هره ورځ له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي متره اوبه کمېږي.

د هغه په خبره، که دوی ټول توربینونه فعال کړي نو ښايي اوبه په څو ورځو کې دومره کمې شي چې بیا به د برېښنا هیڅ تولید نه وي.

ده وویل، اوسمهال له کجکي بند څخه کندهار ته یوازې ۸ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي او له ۸ تر ۱۰ میګاواټه هلمند ولایت ته ورکول کېږي.

د هغه په وینا، دا چې کندهار ښار ته هم باید برېښنا ورکول شي نو نه شي کولای صنعتي پارک ته له ۸ ساعته ډېره برېښنا ورکړي.

په کندهار صنعتي پارک کې دا مهال ۲۵۰ فابریکې شته چې د اوسپنې ویلولو د ۵ فابریکو په ګډون ۱۹۰ یې فعالې او ۶۰ نور یې د برېښنا د نشتوالي له امله بندې دي.

په دغو فابریکو کې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غېر الکولي مشروبات او نور تولیدېږي چې شاوخوا ۵زره کسان پکې پر بېلابېلو کارونو بوخت دي

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.