ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان کې بشري او انکشافي فعالیتونه دوامداره او پياوړي کوو

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان کې بشري او انکشافي فعالیتونه دوامداره او پياوړي کوو

author avatar
28 Aug 2022 - 16:22
د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان کې بشري او انکشافي فعالیتونه دوامداره او پياوړي کوو
author avatar
28 Aug 2022 - 16:22

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیالې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې سیاسي تحولات د دوی پر فعالیت اغېز نه لري او بشري او انکشافي فعالیتونه دوامداره او پياوړي کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) له عمومي مرستیالې اوګوچي ډینیلز او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ډینیلز په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې به بشري او انکشافي فعالیتونه او همکارۍ دوامداره او پياوړې کړي.

سرچینې د هغې له قوله لیکلي: «سیاسي تحولات د دوی پر فعالیت اغېز نلري او په بې‌پرې ډول به افغانانو ته خپل خدمات وړاندې کوي.»

په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له قوله راغلي چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره هیڅ افغان د «سیاسي وجوهاتو» له امله مهاجرت ته نه دی اړ شوی او نه هم په داخل کې کومه کورنۍ «له حکومت سره د مخالفت» له امله بې‌ځایه کېدو ته مجبوره شوې ده.

متقي ویلي: «دا یو کلن مزل ثابته کړه چې د هیڅ نړۍوال خیریه بنسټ او مؤسسو په چارو کې د حکومتي چارواکو له لوري بېځایه مداخله نه ده شوې، بلکې د تسهیلاتو په برخو کې ورسره همکارۍ شوې دي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقي د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیالې او ورسره مل پلاوي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ورسره پوره همکاري کوي او غوښتنه یې ترې وکړه چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره مثبت تغیرات په واقعي ډول تر نړۍوالو ورسوي او خپل د سترګو لیدلي حالات ورسره شریک کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.