اټلانټا (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو ویلي، له افغانستانه د ولسمشر بایډن له [ناورینه ډک] وتلو له پرېکړې سره د دې امکان شته چې امریکا یو ځل بیا د سپټمبر یوولسمې پېښې په څېر له یوه بل برید سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په وار - وار ويلي چې له امريکا او ټولې نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې ښې اړيکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د امریکا نیویارکپوسټ د راپور له مخې، مایک پومپیو دغه څرګندونې په یوه راډیویي ګردي مېز کې کړې دي.
پومپیو چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر و، له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پر پرېکړې سختې نیوکې وکړې.
login or register a new account.