Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د غالیو صنعت‌کاران: کاروبار مو د بازار او خامو توکو نه‌شتون له امله له رکود سره مخ دی

کندوز ښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): په کندوز ولایت کې د وطني غالیو یو شمېر صنعت‌کاران وایي، د بازار، مناسب ځای او خامو موادو نشتون یې د کاروبار د رکود لامل شوی او په دې وروستیو میاشتو کې د غالیو بیې هم ټیټې شوې دي.

په همدې حال کې په دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست دغه ننګونې هم مني او رسېدنې ته یې تینګار کوي.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په یوې لرې سیمې کې د غالیو اوبدونکي نورګلدي چې د غالیو کاروبار کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د وطني غالیو بیې په بېساري ډول ټیټې شوې دي او حتی د خپلو لګښتونو پوره کولو توان هم نه لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ غالۍ په نړۍ کې لومړۍ مقام لري، خو مواد نه لرو، د غالیو بیې ټیټې شوې، زموږ غالۍ د پاکستان په نوم پلورل کېږي؛ ځای نه لرو دولت باید موږ اکمال کړي.»

نورګلدي وایي، پخوا به یې یوه غالۍ په ۱۰۰زره افغانۍ پلورله، خو اوسمهال یې په ۵۰زره هم نه شي پلورلی.

هغه له حکومته غواړي، څو د غالۍ له صنعتکارانو ملاتړ وکړي او یو صنعتي ښارګوتۍ ورته جوړ کړي.

د غالیو یو بل صنعتکار محمدنظر وايي، پخوا د وطني غالیو صنعت ښه وده درلوده او له ښه ارزښته برخمن و.

خو هغه وایي، په دې وروستیو کې وطني غالیو د خامو موادو د لوړو بیو او د مناسب بازار نشتون له امله خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کوه: «د غالیو اوبدونکو ته مواد اړین دي؛ دویم یو مناسب ځای ته اړتیا ده چې هغلته خلک د غالیو اوبدل زده‌کړي، تېر حکومت د یوه ښارګوټي جوړولو وعده کړې وه، خو هغه ښارګوټی هم جوړ نشو، زموږ هیله دا ده چې د غالیو د صنعت ملاتړ وشي، مارکېټ جوړ شي، نندارتونونه جوړ شي او نړۍوال بازار ته عرضه شي.»

په دغه ولایت کې د غالیو یو شمېر نور صنعتکاران هم د کاروبار له خرابېدو شکایت کوي او له حکومته د ملاتړ او مرستې غوښتونکي دي.

په همدې حال کې د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدرحیم سیرت دغه ننګونې مني او رسېدنې ته یې ټینګار کوي.

هغه وویل: «ان‌شالله موږ به د ټولو صنعتکارانو، په ځانګړي ډول د غالۍ صنعتکارانو ستونزو ته رسېدنه کوو؛ موږ هڅه کوو څو د غالیو اوبدونکو ته صنعتي پارکونه جوړ کړو او د غالۍ اوبدونکو د تولیداتو لپاره د بازار زمینه برابره کړو.»

د ویلو ده، غالۍ اوبدل د افغانانو يو له پخوانیو کسبونو څخه دی او د ډېریو بې‌وزلو افغان کورنيو د عايد سرچينه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.