Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترانسپورټ وزارت په تېر یو کال کې نږدې ۶ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد له هوايي ډګرونو تر ۳۲۰۰ د ډېرو الوتنو او د څه باندې ۳۶۹ زره مسافر لېږدولو خبر ورکوي او وايي، د کابل هوايي ډګر تجهیزات - چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ۷۰ سلنه له منځه تللي وو، بېرته رغول شوي دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده نن په کابل کې ملت ته د حکومت حساب ورکونې غونډې ته وويل، په تېر یو کال کې په ټوليز ډول ٣٢٤٣ کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره شوې او دغه راز ٣٦٩،٦٣١ د هېواد دننه او بهر لېږدول شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د کابل او مزار هوايي ډګرونو بېرته فعالول او په هېواد کې د لومړي ځل لپاره په لږ لګښت د ايربس -٣١٠ سي‎چک تطبیقول، د دغه وزارت له نورو لاسته راوړنو دي.

هغه له ګاک ( (GAACشرکت سره د هوایی ډګر د ځمکنی خدمتونو لاسلیک؛ د حاجیانو بریالی لېږد؛ په ​​څلورو ولایتونو کې د هواپېژندنې سټېشنونو فعالول او د ۲۷۴۴ مسافرو شکایتونو ته رسېدنه، په تېر یو کال کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو یاد کړل.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وويل، له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر شاوخوا ۷۰ سلنه تجهیزات له منځه تللي وو، «اسلامي امارت» وتوانېد چې د کورنیو متخصصینو او د قطر هېواد او اماراتو په تخنیکي مرسته یې په لڼده موده کې بېرته ترمیم او هوايي ډګر د پروازونو لپاره چمتو کړي.

هغه زياته کړه، د هېواد په نړۍوالو هوايي ډګرونو کې د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه له (GAAC) شرکت سره دوه تړونونه لاسليک شوي چې له دغه درکه تر اوسه‎ نږدې ۶ ميليون ډالر عوايد ترلاسه شوي او ٩٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

خو هغه څرګنده کړه چې د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او د هېواد هوايي حریم د کنټرول په برخه کې له نړۍوالو (اماراتي) شرکتونو سره خبرې روانې دي.

جيلاني زياته کړه، په تېر یوه کال کې د مسافرو ٢٧٤٤ شکايتونه څېړل شوي چې له ډلې یې ٢٦٠٠ شکايتونه د پاکستان د پي‌ای‎اې (PIA) هوایي شرکت اړوند وو.

هغه وايي چې پاتې شکايتونه د «کام‌اير» او «ماهان» هوايي شرکتونو او د «پي‎سي‎آر» د جعلي اسنادو په اړه ثبت شوي وو.

دغه وزارت همدا راز وايي، په یاده موده کې د هوايي چلند په ملکي انسټِیټیوټ کې ١٥٤ کسانو د هوايي ترافيکو د کنټرول او هوايي چلند د ټکنالوژۍ برخو کې په حرفوي زده‎کړو بوخت دي چې ٢٦ فارغ شوي او ١٢٨ نور د کانکور له ازموينې وروسته دغه انسټيټيوټ ته جذب شوي دي.

دغه وزارت د هواپېژندنې برخې لاسته راوړنو په اړه وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، اوس په مرکز او ولایتونو کې د هواپېژندنې ټول خدمتونه په ۲۴ ساعته ډول د داخلي کارکوونکو له خوا وړاندې کېږي.

بلخوا د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد وویل، د دغه وزارت نوې رهبري د لا ښو ترانسپورټي خدمتونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د همغږۍ ډېرولو په موخه له نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو سره پر ځینو هوکړه لیکونو کار ته دوام ورکوي.

د هغه په ​​خبره، دغه وزارت په ټوليز ډول د هوايي سکټور له داخلي برخې ۲،۰۸۷،۰۸۵،۶۵۵ افغانۍ، له ځمکني سکټوره ۲،۶۱۵،۴۳۵،۳۵۳ افغانۍ او د تګ راتګ برخې له درکه یې ۱،۲۵۴،۳۹۳،۰۰۰ ‎عواید ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېر یو کال کې د خدمتونو وړاندې کولو له لارې ټولټال ۵ میلیارده ۹۵۶ میلیونه ۹۱۴ زره او ۸ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هوايي شرکتونه د دغه وزارته څه باندې ٢،١ ميليارد افغانۍ پوروړي دي.

دغه راز یاد وزارت د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو او بېلابېلو هېوادونو ته د الوتنو زیاتولو په موخه د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه، غواړي افغانستان د سیمه‌ییزو او ترانزیټي اتصال پر مرکز بدل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.