قلعهنو (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د بادغیس کروندګر په روان کال کې دغه ولایت کې د خټکيو د حاصلاتو له کمښته شکایت لري او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
خټکي د بادغیس ولایت یو له غوره او مشهورو محصولاتو څخه ګڼل کېږي چې هر کال د دغه ولایت کروندګر په کرلو او حاصلاتو یې خپل ژوند پر مخ بیايي.
د دغه ولایت کروندګر وایي، سږ کال د دوامداره وچکالیو له امله د خټکیو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله تر ډېر کم شوي دي.
د بادغیس یوه کروندګر خدابخش پژواک خبری اژانس ته ویل: «سږ کال مې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم محصول بازار ته وړاندې کړی دی.»
د خدابخش په وینا، هر کال یې له همدې لارې د ژوندانه اړتیاوې پوره کولې، خو سږ کال یې عاید کم دی.
هغه د سړوخونو او مناسب بازار له نشتوالي هم شکایت لري او له کرنې وزارت څخه غواړي چې د محصولاتو لپاره یې بازار پیدا کړي، څو په کومو کلونو کې چې ډېر حاصل راټولوي، مناسب عاید ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه: «سږ کال هیڅ نه دي شوي، حاصلات مو ډېر کم شوي، پیسې یې هیڅ خوا نه نیسي، موږ اړ یو چې ایران ته لاړ شو څو د خپل ژوند مصارف پیدا کړو.»
په همدې حال کې، په بادغیس کې یو بل کروندګر محمدفهیم وایي، د خلکو د کمزوري اقتصاد له امله د خټکیو د پلور لپاره یې بازار نشته څو وکولای شي له دې لارې عاید ترلاسه کړي.
د محمدفهیم په خبره، حکومت باید د دوی د محصولاتو د ساتنې لپاره ځای پیدا کړي څو د دوی تولیدات له خرابېدو څخه وژغورل شي.
هغه زیاتوي: «ځیني کلونه زموږ د خټیکو محصولات خرابېږي، اړ کېږو چې څارویو ته یې ورکړو؛ ځکه د ساتنې لپاره یې ځای نشته او له بلې خوا د خټیکو بیې کمې شوې او هیڅ ګټه نه لري.»
په همدې حال کې، د بادغيس يو اوسېدونکى ګلمحمد د دغه ولایت د خټکيو د کيفيت پر بيانولو سربېره وايي، مسوولین بايد له کروندګرو ملاتړ وکړي، څو دغه محصول ته مناسب بازار ولري.
نوموړی زیاتوي، د بادغیس خټکي له دې امله چې للمي دي ښه خوند لري او له ځانګړي طبیعي کیفیته برخمن دي.
هغه له دولته غواړي: «یو ښه بازار دې کروندګرو ته برابر کړي څو کروندګر وهڅول شي چې دغه محصول ته زیاته پاملرنه وکړي او ښه عاید ولري.»
د بادغیس بل اوسېدونکی محمدانور هم له دولته غواړي چې له کروندګرو ملاتړ وکړي څو وکولای شي ښه عاید ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه: «که کروندګر وهڅول شي او ملاتړ ترې وشي، کولای شي راتلونکو کلونو کې تر ډېره دغه کار ته مخه کړي او ښه محصولات تولید کړي.»
له دې ټولو سره سره، د بادغیس د کرنې رییس محمداحسان وایي، هڅه کوي څو وکولای شي له کروندګرو څخه ملاتړ وکړي.
نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د کروندګرو لپاره سړېخونې جوړې کړي او د حشراتو او د خټکیو د افتونو د له منځه وړلو لپاره درمل ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: «انشالله چې د کروندګرو لپاره به سړېخونې جوړې کړو، درمل ووېشو څو د هغوی محصولات ښه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې وروسته له غنمو، خټکي د بادغیس د کروندګرو له رایجو محصولاتو څخه ګڼل کېږي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن