[restrict paid=”true”]
فراه (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د فراه امنیتي مسئوولین وايي، د دغه ولايت لپاره د داعش ډلې والي په یوه برید کې ووژل شو او ورسره درې کسه نور له وسلو او تجهیزاتو سره ونیول شول.
د فراه امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر خادم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس د دوی د امنيتي ځواکونو په برید کې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د فراه مرکز اړوند په باغپل سیمه کې ووژل شو.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې وژل شوی کس د فراه لپاره د داعش ډلې والي و او درې نور ملګري يې هم ورسره وو چې هغوی ژوندي ونيول شول.
د ده په خبره، له يادو کسانو سره وسلې او چاودېدونکي توکي هم وو چې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
باید وویل شي چي داعش ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
[/restrict]
Views: 559
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن