Language

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالیو کې پاکستان هند ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د شل اووریز کرکټ اسیا جام سیالیو دویم پړاو یوه لوبه کې پاکستان هند ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه، هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې، د هندوستان له لوري ویرات کوهلي تر ټولو زیاتې ۶۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري شاداب خان دوه، نسیم شاه، محمد حسنین، حارث رووف او محمد نواز یو یو لوبغاړی وسوځول.

د پاکستان لوبډلې یاد هدف په شلم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله. د پاکستان له لوري محمدرضوان ۷۰ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده، د دغه جام په ګروپي سیالیو کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړې وه.