منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ویټنام سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ زمری  ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له ویټنام سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام ۶ بجې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

دغه‌راز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه تېره شپه ټایلنډ ته ۶ پر ۱ وبایله.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ویتنام، نیوزیلنډ، روسیې او ټایلنډ ملي لوبډلو په ګډون د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې ترسره کېږي.