کابل (پژواک، ۱۵زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه له نیوزلنډ سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته درې بجې او ۳۰ دقیقې ترسره کېږي.
د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبه په ټایلنډ کې ترسره کېږي.
د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ویټنام، نیوزلنډ، روسیې او ټایلنډ ملي لوبډلو په ګډون د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې په ټایلنډ کې ترسره کېږي.
دغهراز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه ټایلنډ ته بایللې، دویمه لوبه کې یې له ویټنام څخه ماتې وخوړه او درېیمه لوبه یې له روسیې سره مساوي کړه.