کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له ایرلنډ سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
دغه لوبه په ایرلنډ کې ترسره کېږي.
دغهراز، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه او په دویمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته ماته ورکړه.