میدانښار، کندوز، ترینکوټ (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د پولیسو د مسلکي کولو هڅې یې پيل کړې چې په دې لړ کې نن په میدان وردګو کې ۷۲۴، کندوز کې ۴۷۷ او اروزګان کې ۱۲۵ پولیس له روزنیزو مرکزونو فارغ شول.
د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند د «دښت توپ» په روزنیز مرکز کې د ۷۲۴ پولیسو د فراغت په مناسبت مراسم جوړ شوي وو چې په کې نظامي او ملکي چارواکو ګډون کړی وو.
دغو مراسمو ته د یاد شوي روزنیز مرکز مشر مولوي محمدنسیم سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا له دغه مرکزه د دویم پړاو فارغان دي چې له ۴۵ ورځو روزنې وروسته فارغېږي.
هغه زیاته کړه، دوې میاشتې مخکې له دغه مرکزه په لومړي پړاو کې ۶۰۰ پولیس له روزنې وروسته فارغ شوي وو.
نوموړي له فارغو شوو پولیسو وغوښتل چې د دندو پر مهال زده کړو نظامي اصولو ته پاملرنه او د مسلکي پولیسو په څېر خلکو ته خدمت وکړي.
هغه یادونه وکړه چې د دښت توپ روزنیز مرکز د هېواد په کچه د پولیسو دویم ستر مرکز دی چې په یوه وخت د ۱۰زره پولیسو د روزلو وړتیا لري.
په کندوز کې هم د دغه ولایت له روزنیز مرکزه ۴۷۷ پولیس فارغ شول چې د چارواکو په وینا، د ۴۵ ورځو په موده کې نظامي او مسلکي روزنه ورکړل شوې ده.
د دغه ولایت د پولیسو روزنیز مرکز قوماندان مولوي فضلالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه مرکز کې د کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ۴۷۷ پولیسو د مسلکي روزنې ۴۵ ورځنۍ موده بشپړه کړه او نن فارع شول.
دی وايي، په دې موده کې پولیسو ته د تالاشۍ، عملیاتو، ترافیکو او نورو برخو کې د مسلکي زدهکړې ترڅنګ عقیدتي زدهکړې هم ورکړل شوې، څو په مسلکي بڼه خپلې دندې مخ ته یوسي.
چارواکي وايي، د اوسني سرپرست حکومت له راتلو وروسته په تېر یوه کال کې د کندوز د پولیسو په روزنیز مرکز کې ۶زره کسانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوې ده.
دغهراز په اروزګان کې هم ۱۲۵ پولیسو د روزنې ۴۵ ورځنۍ موده بشپړه کړه او نن فارغ شول.
د دغه ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالله بشیر د پولیسو له روزنیز مرکزه د دغو پولیسو د فراغت په مراسمو کې وویل، د ځواکونو د مسلکي کېدو هڅې يې پیل کړې او ډېر ژر به په دغه ولایت کې د پولیسو د روزنې څانګه فعاله شي.
اوسمهال د اروزګان پولیس د روزنې لپاره کندهار ته استول کېږي او هلته په بېلابېلو برخو کې روزل کېږي.
هغه زیاته کړه، په دغه ډول روزنې سره کولای شي چې پولیس خپلې دندې په مسلکي توګه پر مخ یوسي او د ټولنې قناعت تر لاسه کړي.
ده له فارغو شوو سرتېرو وغوښتل چې له زده شوو مهارتونو په عملي توګه کار واخلي او د مسلکي لارو چارو د امنیت د خوندیتوب لپاره کار وکړي.
فارغو شوو پولیسو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې خوښي وښودله چې مسلکي روزنه ورکړل شوې او اوس کولای شي د امنیت ساتنې چارې په مسلکيتوب پر مخ یوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP