ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې سلګونه پولیس له روزنیزو مرکزونو فارغ شول

درېیو ولایتونو کې سلګونه پولیس له روزنیزو مرکزونو فارغ شول

میدان‌ښار، کندوز، ترینکوټ (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د پولیسو د مسلکي کولو هڅې یې پيل کړې چې په دې لړ کې نن په میدان وردګو کې ۷۲۴، کندوز کې ۴۷۷ او اروزګان کې ۱۲۵ پولیس له روزنیزو مرکزونو فارغ شول.

د میدان وردګو د سید‌اباد ولسوالۍ اړوند د «دښت توپ» په روزنیز مرکز کې د ۷۲۴ پولیسو د فراغت په مناسبت مراسم جوړ شوي وو چې په کې نظامي او ملکي چارواکو ګډون کړی وو.

دغو مراسمو ته د یاد شوي روزنیز مرکز مشر مولوي محمدنسیم سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا له دغه مرکزه د دویم پړاو فارغان دي چې له ۴۵ ورځو روزنې وروسته فارغېږي.

هغه زیاته کړه، دوې میاشتې مخکې له دغه مرکزه په لومړي پړاو کې ۶۰۰ پولیس له روزنې وروسته فارغ شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.