اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): پاکستان په داسې حال کې یو ځل بیا په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو" پر شتون اندېښنه ښودلې چې د افغانستان حکومت هغه په کلکه رد کړې دي او چین ويلي، دا رغوونکې نه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په دوامدار ډول تورن او تر فشار لاندې ونیول شي.
د پاکستان او چين استازو دغه څرګندوې د تلې په پنځمه د افغانستان پر وخت له ماښام وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه.
دغې غونډې ته د ناروې، یوګاندا، هند، ایرلنډ، چین، بریتانیا، مکسیکو، کینیا، ګابون، برازیل، البانیا، متحده عربي اماراتو، روسیې، متحده ایالتونو، فرانسې، ایران، قرغیزستان او پاکستان استازو خبرې وکړې.
د پاکستان ځانګړي استازي منیر اکرم وويل چې هېواد یې د هغې ترهګرۍ په اړه چې په افغانستان کې پېدا کېږي او یا هلته کېږي، اندېښمن دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن