Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې ښځو ته د لاریون اجازه ور نه کړل شوه

مزارشریف (پژواک، ۱۱ تله، ۱۴۰۱): په مزار کې یو شمېر ښځې وايي، امنیتي کسانو د کابل وروستي برید غندنې په موخه د دوی د لاریون مخنیوی کړی خو امنیتي چارواکو ویلي چې لاریون کوونکو له دوی سره همغږي نه وه کړې نو د امنیت خوندیتوب په موخه یې په ښار کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړه.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې انیسې سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لاریون چې نن (د تلې ۱۱مه) په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر مېرمنو له لوري په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید غندنې په موخه ترسره کېده، امنیتي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

دا وايي، لاریون کوونکو هڅه کوله د مسیر په بدلولو بېرته لاریون پیل کړي خو د بلخ امنیتي ځواکونو یې یو ځل بیا مخه ونیوه.

د دې په خبره، د لاریون پیلېدو پر مهال د ګډون کوونکو ښځو شمېر کابو ۶۰  ته رسېده چې ځینې ښځې د لاریون په ځای کې ایسارې پاتې شوې او د امنیتي ځواکونو له خوا خپلو کورونو ته واستول شوې.

دې یادونه وکړه چې د لاریون د پیل په شېبو کې یوه ښځه بې هوښه هم شوه چې په امبولانس کې روغتون ته ولېږدول شوه.

خو د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي، نننی لاریون د امنیتي ادارو له همغږۍ پرته کېده، د دې لپاره چې د لاریونوالو امنیت په ښه توګه خوندي شي، امنیتي ځواکونو په ښار کې دننه د هغوی پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

هغه سوله‌ییز لاریون د خلکو حق بولي خو زیاتوي: «د لاریون وخت، ځای، د شعار عنوان او دا چې لاریون د چا له خوا رهبري کېږي، مشخص شي او وروسته له امنیې قوماندانۍ سره شریک شي، څو امنیتي ځواکونه وکولای شي د لاریونوالو امنیت په ښه توګه تامین کړي، ولې بدبختانه لاریون کوونکو د ټولو اصولو خلاف هیڅ امنیتي ارګان په جریان کې نه و پرېیښی.»

هغه دغه راز هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې یو شمېر لاریون کوونکي نیول شوي او بل ځای لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، په بامیان او هرات ولایتونو کې هم نجونو محصلینو او زده‌کوونکو پرون لاریونونه وکړل او پر مهال یې په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز شوی برید وغانده او د پلټنو غوښتنه یې وکړه.

د معلوماتو له مخې، د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نوم ښوونیز مرکز کې دوه ورځې مخکې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان وو، خو يوناما وايي، د دوی شمېرې ښيي چې په یاد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.