کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): مسوولین وايي، په نیمروز او ميدان وردګو کې له ۳۷۸۸ اړو کورنيو سره د نغدو پيسو او لغمان او هرات ولایتونو کې له ۹۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ۳۷۱۲ اړو کورنیو، بې سرپرستو او یتیمانو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست سرپرست ملا محمدحق بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پیسې د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو تر څارنې لاندې او د دغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست په همکارۍ د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له لوري ورکول کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP