کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): مسوولین وايي، په نیمروز او ميدان وردګو کې له ۳۷۸۸ اړو کورنيو سره د نغدو پيسو او لغمان او هرات ولایتونو کې له ۹۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ۳۷۱۲ اړو کورنیو، بې سرپرستو او یتیمانو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست سرپرست ملا محمدحق بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پیسې د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو تر څارنې لاندې او د دغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست په همکارۍ د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له لوري ورکول کېږي.
ده زیاته کړه، په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته ۶۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکو پړاوونو کې هم یادو کورنیو ته نغدې پیسې ووېشل شي.
په لغمان کې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا، پر سلګونو بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د دغه ولایت د سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي وليالله وقار پژواک ته وویل: «د ترکيې سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ نن د قرغیو ولسوالۍ اړوند ۴۰۰ بېوزلو کورنیو سره د اته قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.»
د ده په وينا، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کلیو ګرامه اوړه، ۵ اعشاریه ۲۴ کیلو ګرامه وریجې، ۱۰ لېټره غوړي، اته کیلوګرامه لوبیا، پنځه کیلو ګرامه بوره، یو کیلو ګرام مالګه او یوه اندازه د ماشومانو خواړه ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې موسسې (DRC) نن د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې له ۷۶ بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته يې ۲۸ زره افغانۍ ورکړې.
له بلې خوا په هرات ولایت کې سلګونو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د سرې میاشتې رییس مولوي فضل الرحمن فیاضي له پژواک سره په خبرو کې، د دغه مطلب د تاییدولو ترڅنګ وویل چې د دغې ادارې د مرستو په دوام دا ځل د قطر او ترکیې هېوادونو په همکارۍ د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بېوزلو، مستحقو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
د ده په خبره، دغه مستحقین مخکې د یوې سروې له مخې په نښه شوي وو او هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه، غوړي، مالګه، مکروني، خرما او دالنخود ووېشل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









