اټلانټا (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې د سرپرست حکومت له پلاوي سره تر لیدنې وروسته، په ترکیه کې د افغانستان د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.
نوموړي پرون (دوشنبه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د ترکیې په پلازمېنې انقره کې له ګڼ شمېر افغانانو سره یې لیدنې کتنې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو کسانو کې د پخواني حکومت یو شمېر مرستیال وزیران، د د فاعي او امنیتي ادارو مسلکي غړي، ډاکټران او سیاسي مشران شامل دي.
https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1579492347565731841?s=20&t=a99MBL6t4ibcKu0-OBqm2Q
د امریکا ځانګړي استازي په دغو ټویټونو کې په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو باندې غږ کړی چې منظم شي او په یوه غږ له اوسني سرپرست حکومت سره د خپلو اولادونو، کورنیو او ټولنو د روښانه راتلونکي په اړه خبرې وکړي.
ټام ویسټ ویلي، ټول افغانان د هزاره توکم د نښه کولو، د دوی پر ښوونځیو د بریدونو او پر رسنیو د محدویتونو لګولو په اړه اندېښمن دي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې څو ورځې مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید کې شاوخوا ۵۰ نجونې ووژل شوې او له سلو زیات زدهکوونکي ټپیان شوي وو.
د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې په ترکیه کې د پخواني افغان حکومت له چارواکو سره لیدلي چې د سيانان د راپور له مخې، نوموړي تر دې مخکې په قطر کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سيایاې) له مرستیال سره په ګډه د افغانستان د سرپرست حکومت له استخباراتي پلاوي سره لیدلي و.
د قطر په ناسته کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم شتون درلود.
تراوسه دواړو هېوادونو د دې ناستې جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو سيانان ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې خبرې کړې دي.
د امریکا ځانګړي استازي په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له چاراوکو سره یې هم د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP