قلعۀنو (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال په ترڅ کې د لسو بهرنیانو په ګډون، څه باندې ۷زره سیلانیانو د دغه ولایت له لرغونو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر عبدالاول حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو سیلانیانو د بادغیس له تاریخي ځایونو لکه، د نریمان لرغونې کلا، اب پوده جوند، بالامرغاب سیند او لسګونو نورو تاریخي او لیدلو وړ ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
خو حبیبي وايي: «که موږ ته په کافي اندازه بودجه راکړل شي، څو لرغوني او تاریخي ځایونه ترمیم او ورغوو، نو د سیلانیانو شمېر به زیات شي.»
نوموړي وویل، تېر کال په هېواد کې د سياسي بدلون له امله، دوى د سيلانيانو کره شمېر نه لري او ښايي ډېر کم به وو؛ خو سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د سيلانيانو شمېر څو برابره زیاتوالی ښيي.
سرچینې یادونه وکړه چې د روان کال تر پایه به د سیلانیانو شمېر خپل لوړ حد ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکو له حکومته وغوښتل څو د تاریخي ځایونو د ترمیم او بیارغونې برخه کې اقدام وکړي.
د قلعهنو ښار یوه اوسېدونکي محمدکریم پژواک ته وویل: «په هیواد کې د سیلانیانو زیاتوالی د خلکو او دولت د عاید زیاتېدو لامل کېږي او د خلکو پر اقتصاد مثبت اغېز کوي.»
د محمدکریم په وینا، حکومت باید تاریخي او لرغونو ځایونو ته ډېره پاملرنه وکړي، څو له يوې خوا د سيلانيانو د جذب لامل شي او له بلې خوا، دغه ابدات وساتل شي.
نوموړي زیاته کړه: «دولت باید د تاریخي ابداتو ترمیمولو ته زیاته پاملرنه وکړي، څو زیات شمېر سیلانیان جذب شي.»
د قلعهنو ښار يو بل اوسېدونکی حميدالله حقجو هم د تاريخي ابداتو پر ترمیم او بیارغونې ټينګار کوي او وايي، په دې سره به زيات سيلانيان جذب شي او د ولايت شهرت ورسره زیاتېږي.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې څه باندې ۵۵ سیاحتي او تاریخي ځایونه ثبت شوي دي.
د نريمان پر تاريخي کلا سربېره، د سلطان ميرغیاثالدين لنګر شريف زيارت، د عبدالرحمن بن عوف زيارت، د موریچاق تاریخي کلا او لسګونه نور تاریخي ځایونه، اب پوده جوند، د پستې لوى ځنګل او د بادغیس بند سبزک هغه د لیدو وړ ځایونه دي چې هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ترې لیدنه کوي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن